Homeخبرونهاروپايي ټولنې او روسیې له اذربایجان او ارمنستان د اوربند د مراعات...

اروپايي ټولنې او روسیې له اذربایجان او ارمنستان د اوربند د مراعات کیدو غوښتنه وکړه

تاند(دوشنبه، د میران ۲۱) د اروپایي ټولنې د بهرنیو اړیکو مسوولې په تازه څرګندونو کې ویلي چې تر اوربند وروسته جګړې د جدي اندېښنې وړ دي او دا به د ملکیانو تلفات لوړ کړي.

اروپایي ټولنه وایي دواړو لورو ته په کار ده چې اوربند مراعات کړي او د خلکو ژوند وژغوري.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف هم ویلي چې ژر تر ژره دې جګړه ودرول شي.

د اذربایجان او ارمنستان ترمنځ د جمعې په ورځ د روسیې په منځګړیتوب اوربند وشو، خو تېره ورځ د راکیټي بریدونو له پيل سره دغه اوربند مات شوی دی.

جګړې د پخوا په څېر شدیدې نه دي، خو سره له دې یې هم دواړو لورو ته تلفات اړولي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یامي ګوتم: د کمو فرصتونو له امله مې هیماچل پردېش ته د ستنېدو پرېکړه کړې وه

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۱۳ مه) د بالیووډ مشهورې فلمي ستورې یامي ګوتم ویلي، د خپل هنري ژوند په یوه سخت پړاو...