چهارشنبه, سپتمبر 25, 2024
Homeسپورتمس عينک د ۳۸ منډو په توپير سپين غر ته ماتې ورکړه

مس عينک د ۳۸ منډو په توپير سپين غر ته ماتې ورکړه

تاند (یک شنبه، د میزان ۲۰) د افغانستان کرکټ بورډ د کورني کرکټ د زونونو تر منځ د غازي امان الله خان لېسټ اې سيالیو په دوهمه لوبه کې نن مس عينک لوبډلې د سپين غر لوبډلې په وړاندې سيالۍ تر سره کړه.

په دې لوبه کې لومړی توپ وهنه د مس عينک لوبډلې وکړه، چې د ټولو لوبغاړو په سوزېدو يې په پوره پنځوس اورونو کې مقابلې لوبډلې ته د ۱۸۳ منډو هدف ورکړ.

د مس عينک لپاره رحمت شاه ۵۲، رحيم منګل ۴۰، شاهد الله کمال۳۲ او غمي ځدران په ۵۷ توپونو باندې ۷۵ تر ټولو زیاتې منډې جوړې کړې.

په توپ اچونه کې بیا د سپين غر له لوري آفتاب عالم، قيس احمد دوه دوه، فريد ملک، طارق ستانکزي یوه یوه او سميع الله شينواري د دېرشو منډو په ورکولو سره څلور لوبغاړي وسوځول.

سپين غر لوبډله د هدف په پوره کولو کې پاتې راغله او د ټولو لوبغاړو په سوزېدو يې یوازي ۱۴۵ منډې تر لاسه کړې او د ۳۸ منډو په توپير يې ماتې وخوړه

د مس عينک له لوري په توپ اچونه کې ظاهر خان درې یوسف ځاځي یوه او حسيب الله پنځه لوبغاړي وسوځول.

دا سیالۍ په کندهار کې په لاره اچول شوې، چې لومړۍ لوبه کې تېره ورځ بند امير لوبډلې د شپږو ويکټو په توپير بوسټ لوبډلې ته ماتې ورکړې وه

د یادونې ده، چې د دې سياليو په لړ کې سبا نهه نيمې بجې بوسټ د آمو په وړاندې لوبه تر سره کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

لار | زهير سپېڅلی