چهارشنبه, سپتمبر 25, 2024
Homeجنرال وزیريژوند ته دې شفا ورکړه| جنرال دولت وزیري

ژوند ته دې شفا ورکړه| جنرال دولت وزیري

د «ژوند ته دې شفا ورکړه» کتاب غورچاڼ

د څوارلسم لوست پاتې برخه

د ښاغلي صالح محمد صالح د کتاب ژباړ

مخکې مو وویل چې ځان او خپلې روغتیا ته پاملرنه د غرور او تکبر په معنا نه ده، بلکې له دې سره کولای شو خپله روغتيا ښه وساتو او په ټولنه کې د ځان له پاره مناسب ځای ولټوو.

دا مو هم وویل چې د بدن هره حجره زموږ د سوچ او هرې خبرې په وړاندې عکس العمل ښيي.

که يې اواز او عکس العمل ته پر وخت او پر ځای ځواب ور نه کړو، له ډېرو ستونزو سره کیدای شي چې مخ شو.

معده:

معده زموږ ټول نظریات او تجربې هضم کوي. ډیر داسې څیزونه شته چې لومړی د هضم وړ نه وي، خو د وخت په تيريدو هغه بې له کومې ستونزې هضموو.

په لومړې سر کې سپوږمۍ ته ختل د هضم وړ خبره نه وه خو اوس يې هضمولو کې هیڅ مشکل نه ګورو. که سم او پر ځای سوچ وکړو موږ به د ډیرو شیانو د هضمولو په پروسه کې مرسته کړې وي.

کله ناکله موږ ډیر تشویش کوو او وايو چې موږ پلار، مور او خپل رئیس ته منلي کسان نه یو. د دې ویرې له امله په لوی لاس، خپله معده له ستونزې سره مخ کوو او په پای کې د خپلې ویرې له امله خپله معده د زخم په مصیبت اخته کوو.

تناسلي الې:

کله ناکله په غلطو سوچونو سره خپل ځان له ستونزو سره مخ کوو. که د تناسلي الې په هکله له کوم مشکل سره مخ شو او هغه د بېځایه شرم په نامه خپله ستونزه له چا سره شريک نه کړو له لويې ستونزې سره کیدای شي چې مخ شو.

د بدن هر غړی په خپل ځای د اهميت ور دی او هر يو يې مهمه دنده تر سره کوي. که په ساتلو کې يې د سترګو په څیر پاملرنه ونه کړو د لویو ستونزو له پاره بايد اماده اوسو.

که مثانه ده که پروستات دی او که د بدن نور غړي دي چې د نوم په اخیستلو يې ځان پړ ګڼو. هغوی هم د سترګو په شان ښکلي او مهم دي. غلط سوچونه دي چې له نامه اخیستلو يې ډډه کوو.

جنسي اړیکې هم د ژوند برخه ده که ورته سمه او پر ځای پاملرنه ونه شي معنا دا چې موږ له ژوند څخه ځان ناخبره ساتلی دی.

کولمې، پښې، زنګنونه، تلي، پوستکی او نور هم په ژوند کې د ډیر اهمیت وړ دي. که سمه پاملرنه ور ته ونه شي پر خپل ځای د ډیرو ستونزو باعث کیږي.

پېښې:

په دې باید پوه شو چې پېښې موږ په خپله رامنځته کوو. د پیښې د رامنځته کیدو له ویرې موږ د پیښې سره مخ کیږو، که چیرې د پیښې رامنځته کيدل یو عادي پیښه وګڼو او ویره تری ونه لرو، له کوم مشکل سره نه مخ کیږو او په اسانه کولای شو چې په حل کې يې د مشکل سره مخ نه شو.

په همدې توګه بې اشتهايي، د بندونو درد، ساه لنډي، دانې، سوځیدل، سرطان، اضافه وزن، سکتې، پړسوب، تومورونه او نور هم د نورو غړو په څیر پاللو ته اړتیا لري.

مهمه دا نه ده چې څه وشول، مهمه دا ده چې موږ يې په وړاندې څنګه عکس العمل وښیو او له خپلو تجربو څخه د ځان د بدلولو له پاره څرنګه ګټه پورته کړو.

پایله

که غواړو چې بدل شو باید ووايو چې:

هر څه غوره او کامل دي.

ځان خپل ښه دوست ګڼم.

زما د وجود هره حجره یو الهي پېرزوينه او ذکاوت دی.

هرې ښې مشورې ته غوږ ږدم.

زه تل خوندي یم ځکه چې د خدای تعالی لارښوونه را سره ده.

زما په نړۍ کې هر څه غوره دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

پلمه | زهير سپېڅلی