چهارشنبه, سپتمبر 25, 2024
Homeخبرونهچارواکي: په هلمند کې د باباجي سیمې د بېرته نیولو هڅې روانې...

چارواکي: په هلمند کې د باباجي سیمې د بېرته نیولو هڅې روانې دي

تاند (یکشنه د میزان ۲۰) طالبانو په هلمند کې د باباجي په نوم سیمه چې ددې ولایت څلورمه ناحیه ګڼل کېږي نېولې ده.

دا سیمه د هلمند مرکز لښکرګاه ښار څخه لرې پرته ده. ددې ځای اوسېدونکي هم مني چې په دې ساحه کې ټولې امنیتي پوستې سقوط شوي او سیمه د طالبانو لاسته لوېدلې ده.

په همدې حال کې د هلمند د والي ویاند عمر ځواک ویلي، دوی د نن سهار راهیسې یو شمېر امنیتي پوستو ته تکیتیکي شاتګ ورکړی، ترڅو په سیمه کې ملکي خلکو ته زیان وانه وړي، خو په وینا یې ډېر به دا سیمه بېرته ونیسي.

له بلې خوا د هلمند د ملي امنیت له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د هوایي بریدونو او مخامخ جګړې په ترڅ ۲۱ تنه طالب جنګیالي وژل شوي او لس نور یې ټپیان دي.

خبرپاڼه کاږي، دغو کسانو ته د هلمند د نادعلي ولسوالۍ تریخ ناور، مارجې، یخچال او باباجي په سیمو کې د تېري شپې او نن ورځي په نښتو کې مرګژوبله اوښتې ده.

د سرچینې د معلوماتو له مخې په وژل شویو کسانو کې د شهید مل او قاري ذاکر په نومونو د طالبانو دوه مهم قومندان هم شامل دي.

په خبرپاڼه کې دغه راز راغلي چې د یادو ټولو نښتو پر مهال امنیتي ځواکونو ته هیڅ ډول تلفات ندي اوښتي.

د یادونې وړ ده چې په هلمند کې د باباجي سیمه پخوا د ډېرې مودې لپاره د طالبانو په لاس کې وه خو په وروستیو کې حکومت ونیوله چې د لښکرګاه ښار د امنیت لپاره مهمه ګڼل کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

لار | زهير سپېڅلی