پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Homeخبرونهکونړ کې ۴۰ داعش او طالب وسله وال دولت ته تسلیم شول

کونړ کې ۴۰ داعش او طالب وسله وال دولت ته تسلیم شول

تاند (یکشنبه د میزان ۲۰) د ملي دفاع وزارت وايي، په کنړ ولایت کې ۴۰ داعش او طالب وسله وال افغان ځواکونو ته تسلیم شول.

له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دغه ۴۰ کسیزه ډله کې ۳۴ داعشیان او ۶ یې طالب وسله وال دي.

خبرپاڼه زیاتوي، تسلیم شویو کسانو ژمنه کړې چې وروسته له دې به د خلکو او افغان امنیتي ځواکونو پر وړاندې نه جنګېږي او سوله ییز ژوند ته به دوام ورکوي.

په ورته مهال د کونړ والي محمد اقبال سعید وایي، دغو کسانو ۲۸ کلاشینکوفونه، اته راکت انداز او څلورپیکاوې هم دولت ته سپارلي دي او ژمنه یې کړې چې نور به له تاوتریخوالي لاس په سر کېږي او خپل عادي ژوند ته به دوام ورکوي.

تر دې وړاندې چارواکو ویلي وو، چې په سرپل او بلخ ولایتونو کې شاوخوا درې سوه طالب جنګیالي دوی ته تسلیم شوي او خپلې وسلې یې پر ځمکه ایښي دي، خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بیا د چارواکو دا څرګندونې بې بنسټه بللې وې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

«لفظي عکسونه» کتاب چاپ شو

«لفظي عکسونه» د لیکوال او نقاد ښاغلي نعمت‌الله صديقي نوی د «خاکو» کتاب دی چې اوس اوس په جلال اباد کې له کلاسیک خپرندوی...