جمعه, نوومبر 22, 2024
Homeخبرونهامریکایي سناتور: که ټرمپ ناکام شو امریکا کې به بد ناورین رامنځته...

امریکایي سناتور: که ټرمپ ناکام شو امریکا کې به بد ناورین رامنځته شي

تاند(یکشنبه، د میزان ۲۰) جمهوري غوښتونکي سناتور ټیډ کروز خبرداری ورکړی دی چې که چېرته په راتلونکو ټاکنو کې ډونالډ ټرمپ ناکام شي په دغه هېواد کې به د وینو ویالې وبهېږي.

نوموړي زیاته کړې، د ده په ګډون ټول امریکایان اندېښمن دي، وضعیت په بېساري توګه کړکېچن دی، ځکه هر امریکایي چې وینې د وضعیت په اړه شکایت کوي او له ټاکنو وېره لري.

د هغه په خبره؛ امریکا تر اوسه له داسې وضعیت سره نه ده مخ شوې او په وینا یې د دې ټولو اندېښنو لامل ډیموکراټان دي چې خلک وېروي او هڅه کوي ډېر خلک په ټاکنو کې ګډون ونه کړي.

کروز څرګنده کړې، دی هیله من دی چې راتلوتکي ټاکنې دوی وګټي او که چېرته داسې ونه شي نو امریکا کې به د واټرګیټ پېښه بیا تکرار شي.

2 COMMENTS

  1. ټرمپ ناکام کیدلو امکان نشته،ځکه چه طالیبان د شپی او ورځی لګیا دی دعاګانی کوی.

  2. د وینو ولې به وبهېږی؟
    ستاسی د لیبرال دموکراسۍ د تولیداتو فابریکه د دومره شرموونکی سقوط سره مخامخ سویده چی د یوه کاندید د نه بریالیتوب په صورت کی به د وینو ویالی وبهیږی؟
    موږ د دموکراسۍ او عمومی زغم په مدرسه کی ستاسی د شاګرد د شاګرد حیثیت هم نه لرو خو تر اوسه مو د بایلونکی یا ګټونکی حتی په سږمه کی وینی نه دی بهیدلی خو تاسی د وینو د ویالې ( چی هیله ده سمندر وی ) خبری کوی.
    داسی ښکاری چی تاسی او ستاسی دموکراسی ( نظر ) سوه.
    بناً
    چی د نظر تعویذونه په غاړه وځړوئ نو په ګټه به مو وی.
    بله دا چی
    که موږ او هر صالح انسان ستاسی د انتخاباتی ډرامې ( کُشت و خون ) د لیدو له امله له خندا مړه سو نو د مرګ مقصر به مو هم تاسی یاستئ ( البته موږ خپل خون همدا اوس هم در بخښلئ دی خو چی…… ).

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب