پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهپه کابل کې پولیسو له چاودېدونکو توکو ډک مازدا موټرنیولی

په کابل کې پولیسو له چاودېدونکو توکو ډک مازدا موټرنیولی

تاند ( یک شنبه، د میزان ۶) د کورنیو چارو وزارت وایي، تېره شپه يې د کابل ښار په نهمه ناحیه کې یو مازدا ډوله موټر له چادوېدونکو توکو ډک نیولی دی.

کورنیو چارو وزارت زیاتوي چې، په دې مازدا موټرکې ۴ ټنه امونیم نایتریت ځای پرځای شوي وو چې، په دې تړاو یې د موټر چلوونکی هم نیولی دی.

سرچینه زیاتوي، چې له دې مواد څخه د دولت وسله وال مخالفین په بمي چاودنو کې ګټه پورته کوي.

امنیتي ځواکونو داسې مهال په کابل کې له چاودېدونکو توکو د ډک موټر د نیول کېدو خبر ورکوي، چې په دې وروستیو کې په ټول هېواد کې بمي چاودنې ډېرې شوې او په کې ډیری ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوړي.

2 COMMENTS

  1. ((کورنیو چارو وزارت زیاتوي چې، په دې مازدا موټرکې ۴ ټنه امونیم نایتریت ځای پرځای شوي وو.))

    ((یاد وزارت زیاتوي چې، په دې تړاو یې د موټر چلوونکی هم نیولی دی.))

    ((سرچینه زیاتوي، چې د دولت وسله وال مخالفین له امونیم نایتریتو څخه په بمي چاودنو کې ګټه پورته کوي.))

    له اضافي کلمو پرته د خبر مهم ټکي دادي:
    :
    مازدا موټرکې ۴ ټنه امونیم نایتریت ځای پرځای شوي وو.د موټر چلوونکی نیول شوی دی. وسله وال مخالفین ورڅخه په بمي چاودنو کې ګټه پورته کوي.

    و ښاغلي ضعیف ته مې د مخکیني راپورتاژ په تړاو خپله خبره په تفصیل بیان کړې:

    http://www.taand.com/main/په-تېرو-۶-میاشتو-کې-۵۰۰-زره-افغان-کډوال/

  2. ستاسې خبرونه لولم کور مو ودان چې پر وخت موږ خبروئ.
    خو زه په تاند نه زه دا پورتنی ورور چې ستومان نومیږي دې ته وایم هر خبر کې تا یو څه لیکلي وي که ته ډېر د خبر لوستونکی یې ښه کوې چې لولې یې اما ستا دلایل بیخي بې منطقه دي او ما چې څومره ستا نقد تعقیب کړ عقده یې ښکاري فکر کوم تاند سره کومه عقده لرې.
    هره اداره پالیسي لري ممکن ته خبریال یې خو د دې ادارې له پالیسۍ ښایي نه یې خبر.
    مننه
    درنښت

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب