پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeمقالېپر طالبانو باور کېدای شي؟ / نويداحمد څرک

پر طالبانو باور کېدای شي؟ / نويداحمد څرک

نړیوالو نسبي باور پر طالبانو پیدا کړی، دا چې دا باور څنګه رامنځ ته شوی، دا به د طالبانو هنر یاد کړو، خو طالبانو نړیوالو ته هم بد مخ نه دی ښکاره کړی، هغه مخ چې دوی پکې هیڅکله له وحشت لاس نه اخلي او هر کله یې چې خوښه شي ترهګري کوي او د بې ګنا انسانانو وینه تویوي.

افغانانو د طالبانو وحشت تیر نولس کلونو کې لیدلی دی، ځکه پرې باور نه شي کولی، هو، هغه وخت باور پرې کولی شي چې دا ډله په رښتني ډول سولې ته غاړه کیږدي او د سولې لومړی شرط اوربند ومني، داسې اوربند چې هیڅ سیمه کې افغان و نه وژل شي.

له دې سترګې نه شي پټیدلی، دا نن چې د جګړې کوم وضعیت دی، یا یې طالبان کوي او یا ورته طالبانو زمینه مساعده کړې ده.

تاسو وګورئ، تازه دې ډلې هغه ۲۸ سرتیري وژلي چې طالبانو ته تسلیم شوي و.

دا نه د جګړې اوصول دي، نه افغانیت دی، نه اسلامیت دی او نه انسانیت دی چې په جګړه کې نیول شوي کسان دې ووژل شي.

دا لومړی ځل نه دی او نه به وروستی ځل وي، تر دې وړاندې هم طالبانو تسلیم شوي سرتیري په بې رحمۍ سره وژلي و.

دا پېښه تازه تیره ورځ د ارزګان ولایت ګیزاب ولسوالۍ کې شوې ده، تر دې دوه کاله وړاندې هم طالبانو ارزګان کې کمانډو ځواکونه تر نیول کیدو وروسته ډله ییز وژلي و.

غالبا د هغو کمانډو ځواکونو شمېر ۱۳ ته رسیده چې طالبانو وژلي و او د ځینو جسدونه یې هم خراب کړي و.

په داسې حال کې چې قطر کې د جګړې بس او سولې ته رسیدو باندې خبرې روانې دي، طالبانو داسې ظلم او سرغړونې کړي دي.

دا ډله د جګړې لپاره راپورته شوې، وحشت یې تګلاره ده، کنه په داسې وضعیت کې چې افغان دولت د طالبانو ۵۵۰۰ زندانیان خوشې کړل، داسې کار به څوک وکړي؟

ښکاره ده چې طالبان هیڅکله د سولې تګلارې ته ژمن نه دي او ټول تمرکز یې پر جګړه دی، جګړه کې افغانان قربانی ورکوي او ګټه یې هغه څوک وړي چې طالبانو ته د جګړې امکانات ورکوي.

افغان دولت سولې ته د ژمنتیا لپاره تعرضي عملیات درولي دي، د دې لپاره چې د سولې خبرې پایله ورکړي، دا عملیات د دې لپاره نه دي دریدلي چې ګنې افغان ځواکونه د جګړې وړتیا نه لري او یا له جګړې ستړي دي.

د دې لپاره چې د سولې فرصت له لاسه و نه وځي،افغان حکومت دفاعي حالت کې دی او طالبان هره ورځ بریدونه کوي چې د دې بریدونو قرباني ملکي وګړي دي.

په کور دننه او نړیوال د ارزګان د ګیزاب پېښې ته فکر وړي چې څنګه یې تحلیل کړي، څنګه یوه ډله چې د سولې مذاکراتو په میز ناسته ده، تسلیم شوي سرتیري وژني، په کوم دلیل، په کوم دین، په کوم انسانیت؟ ولې یې وژني، ایا کافر به داسې کار وکړي.

طالبان د دې لپاره توجیه دا لري چې دا سرتیري په جګړه کې وژل شوي، خو طالبانو تر دې وړاندې اعلان کړی و چې ګیزاب ولسوالۍ کې ورته سرتیري تسلیم شوي دي، نو بیا هغه سرتیري څه شول.

ښکاره ده چې دا ډله غواړي د جګړې په شدت سره افغان لوري باندې خپلې غوښتنې ومنی، ځکه پر افغان حکومت باندې د ولس فشار دی چې هر څه ژر اوربند او سولې ته ورسیږي چې جګړه ختمه کړي، نو د دې لپاره هڅه کیږي پر افغان حکومت د جګړې له لارې نور فشار راشي چې د طالبانو هر ډول غوښتنې ومنی او سوله او اوربند وشي.

3 COMMENTS

  1. نو څرک سیب تاسو به د خپل ځان سپینوی څنګه وکړی؟ تاسو له تالیبانو نه کم نه یاست او ستاسو د اداری بین المللی ریکارد له تالیبانو نه اوچت دی.
    هسی مه ګړیږه اسلامی معلومات نلری او نه شاید حقوقی پوهه.
    له ځانه ګړیږه او زما نمایندګی مکوه.

  2. ثابت سيب تاسوته خو دهري موضوع په هکله د آي. اس. آی له همکاريو برخمند ياسته نو. داد آي. اس. آ. رمباړي وهي که چيرته د اسلام له مبارک دين نه نوکی معلومات درلودلاي دا پړيتي به نه ويلاي. ته په کوم اسلام کي معلومات لري چه دا ورځني قتل د افغان اولس مني او اسلامي بڼه ورکوي. آي. اس. آي د مازغه له اندازي ډير در ميځلي ليکني د بي باوره بريښي.

  3. راځه د یوی شیبی لپاره به ومنو چه د اجنټستان په ښارو کی د کابل اداری په خلاف د غږ پورته کول د آی اس آی کار دی اوس نو ته که رښتیا مسلمان یی نو ووایه تاسو او ستاسو ماسترانو څومره تالیبان مړه کړی او د هغوی په کورنیو کی مو د هغوی په تی پوری ماشومان، میرمنی، نجونی او هلکان، او بی وسلی ځوانان او سپینږیری قتل کړی. ستاسو جنایات خو ثابت دی او ستاسو جنایات نن ستاسو د ماستر دخجالت پیړونی ګرځیدلی دی (د ای سی سی) دوسیه روانه ده.
    راځه دا به هم ومنو چه د اجنتستان په دنیا کی نور اسلام نه سی ویلای. نو راسه ته ووایه چه ستا جنګ چه د څلویښت اشغالګرو په ګټه دی د کومی مادی د بین الملل په دستور کی او یا د کومی فقهی په کتابونو کی روا بلل سوی. اوس به راسو په اسلام کی د بندیانو وژل څنګه دی؟ هغه چه مقالی لیکی نو باید د یوه مسؤل کس په توګه ولیکی.
    که تاسو له ټسونو پورته څه لری بیان یی کړی، که نه د سولی په وخت کی داسی مضری لیکنی د افغانستان د ورانی، نه د سولی، لپاره مونږه بولو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب