دوشنبه, سپتمبر 16, 2024
Homeجنرال وزیريد عزت مرګ تر بې عزته ژوند بهتره دی| جنرال دولت وزیري

د عزت مرګ تر بې عزته ژوند بهتره دی| جنرال دولت وزیري

مېړانه یوازې په ټولنیز ژوند کې نه، بلکې د ژوند په نورو برخو کې هم خورا اهمیت لري او په بېلابېلو کلتورونو کې خپلې معناوې لري.

که د دښمن عزت او میړانې ته هم په درنه سترګه وګورئ، باوري یم چې هغوی به دا ښېګڼه نه هېروي.

د ژوند په ټولو برخو کې زړورتیا، زیرکتيا او پوهه انسان خپلو موخو ته نیږدي کوي. پوځي ژوند هم د ژوند یوه برخه ده، دا په دې مانا نه ده چې یواځي په نظام کې اوسيدل او لوبیدل پوځي ژوند ته وايي. له طبعي افاتو، له وحشي ځناورو او له هغو انسانانو څخه چی د انسان په جامو کی ځناور وي ځان ساتل او له هغوی سره مبارزه کول هم د یو پوځي په څير زړورتیا، زیرکتيا او پوهې ته اړتیا لري.

د امیر دوست محمد خان (زېږېدنه د ۱۷۹۳م کال د ډسمبر ۲۳مه- مړینه ۱۸۶۳ د جون مه) نظامي امریکايي مشاور فیتز جرالد  په خپلو خاطراتو کې لیکي:

«کله چې شاه شجاع د انګرېزانو په مرسته له امیر دوست محمد خان څخه د کابل واک تر لاسه کړ، امیر د خپل زوی شهزاده محمد اکبرخان سره یو ځای د بخارا امیر نصرالله خان ته ورغلل. د بخارا امیر دوی دواړه په زندان کې واچول او د زندان تر څنګ يې شکنجه کول هم.»

د امير دوست محمدخان نازولی زوی شهزاده محمد اکبرخان په تاريخونو کې د زړورتیا، زیرکتيا او پوهې له پلوه ډیر ستایل شوی دی.
د امير دوست امريکايې مشاور د شهزاده محمد اکبرخان په هکله په زړه پورې خاطری لري.

«د ۱۸۴۰ میلادي کال په اوړي کې امیر دوست محمد خان د بخارا د امير له زندان څخه لیک راوليږه چې له زندان څخه د دوی په ازادولو غور وکړو.»

په هغه وخت کې هغسې چې د ژوند په نورو برخو کې امکانات کم وو، په جنګي برخه کې هم هرڅه محدود او ستونزې زیاتې وې، د لنډې فاصلې سفر په سختۍ ترسره کېده او زیات وخت به یې نیوه.

فیتز زیاتوي:

«موږ، سردار کریم خان او د یوه کابلي تاجر محمد کبیر خان په ګډون د یوه سپاره نظام سره یو ځای د بخارا په لور حرکت وکړ. کله چې بخارا ته ورسیدو. کابلي تجار لس زره روپۍ چمتو کړي، په توره شپه زندان ته ورغلو. هلته مو د پیسو په زور زندان ته لاره پیدا کړه. د زندان امر مو ووژلو او امیر دوست محمدخان مو له زندانه راوایست.»

دی وايي:

«کله مو چې شهزاده محمد اکبرخان ته وویل چې له زندانه زموږ سره وتښتي، هغه زموږ غوښتنه رد کړه. موږ ورته ډیر تاکید وکړ خو بیا هم هغه تیښته رد کړه. په پای کې امیر له غوسې وویل چې نه ځي همدلته يې پریږدئ. موږ هغه پریښود، خو زه يې له زندان څخه په نه وتلو پوه نه شوم. موږ له ډیرو کړاوونو او مشکلاتو وروسته مزارشریف ته را ورسیدو.»

امریکايې مشاور زیاتوي:

«یو کال وروسته شهزاده محمد اکبرخان د بخارا د امير له زندانه را وتښتید او زموږ سره یو ځای شو. کله مې چې ولیده له جوړ په خیر مخکې مې ترې وپوښتل چې د خدای له پاره زموږ سره له زندان څخه د نه راتلو علت را ته ووایه چې تر اوسه زما سره معما ده.»

شهزاده محمد اکبرخان د خپلې پوهې او زیرکتيا له مخې و چې له زندان څخه يې د خپل پلار د تښتیدلو په خاطر یو کال نور هم په زندان کې تیر کړ. که ده له پوځې پوهې او زړورتیا کار نه وای اخیستي، لیري به نه وه چې دوی ټول به د زندان خوراک ګرځيدلي وه.

دی وايي:

«شهزاده په کټ کټ وخندل او ويې ویل که چیرې زه له تاسو سره له زندان څخه وتلی وای، د بخارا امیر په ډیره اسانۍ سره کولای شول چې موږ تعقیب او ونیسي. له زندانه د ستاسو له وتلو وروسته هغوی ډیر وخت زما څخه په پوښتنو تیر او په دې ډول يې ډیر وخت له لاسه ورکړ. کله چې د تاسو په لټولو پسې ووتل ډیر وخت ضایع شوی و او اوبه تر وخت تیرې وي. بله دا چې غوښتل مې له زندان څخه په خپل زور او مټ وتښتم، تر څو له زندان څخه د تښتیدلو چل هم زده کړم. کله مې چې ولیدل د تيښتې پر مهال شهزاده په دواړو مټو ټپې شوی و.»

فیتز جیرلد وايي:

«په رښتیا چې ابرومندانه او له عزت سره مړینه له بې عزته ژوند څخه ډیره ښه او غوره وي.»

او بله داچې:

مېړني دي چې یادیږي

په سندرو هم په ویر

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب