یکشنبه, سپتمبر 8, 2024
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهکرنې وزارت: د نیمروز د پنبې سږنی حاصل به د تېر په...

کرنې وزارت: د نیمروز د پنبې سږنی حاصل به د تېر په پرتله ۱۰ برابره زیات وي

تاند (یک شنبه، د میزان ۶) د افغانستان د کرنې اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مسولان وایي، چې روان کال کې به د نیمروز د پنبې حاصلات تر ۵ زره ټنو ورسېږي او سږني حاصلات به د تېرکال په پرتله لس برابره زیات وي.

د کرنې وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې تېرکال په یاد ولایت کې ۵۶۰ ټنه پنبه ترلاسه شوې وه.

سرچینه وایي په یاد ولایت کې تر ډیره عام خلک په کرنه او مالدارۍ بوخت دي او له همدې لارې د ژوند لومړنۍ اړتیاوې برابروي.

د سرچینې په خبره په روان کال کې په نیمروز کې ۲۵۰ زره هکتاره ځمکه پنبه کرل شوې ده.

نیمروز، پروان، کونړ، اروزگان، فاریاب، هرات، بغلان، جوزجان، قندوز، لغمان، تخار، کاپیسا، ننگرهار، بلخ، سمنگان، سرپل، هلمند او کابل هغه ولایتونه دي، چې په کې ډېره پنبه کرل کېږي.

2 COMMENTS

  1. موږ د اطلاعاتو د سیلاب په زمانه کې ساه باسو، وخت نه بسیږي. په خبري راپورتاژ او لیکنه کې اضافي و تکراري کلمې او جملې خبرې نثر بېخونده کوي، وخت هم ضایع کوي. تکړه خبریال او پیاوړی لیکوال ورباندي پوهیږي، ځکه خبره په چڼلي نثر کې راته کوي.

    د ښاغلي ضعیف مخکینی خبر مې پینه او غلبېل کړې، خو د خبر منځپانګه پر خپل حال ده. لیکن تر ۳۰ سلنه زیات متن کم شوی، د لوستونکي د وخت سپما هم په همدې کچه ده. لاندي یي کتلی او مقایسه کولی شئ:

    https://taand.net/%d9%be%d9%87-%d8%aa%db%90%d8%b1%d9%88-%db%b6-%d9%85%db%8c%d8%a7%d8%b4%d8%aa%d9%88-%da%a9%db%90-%db%b5%db%b0%db%b0-%d8%b2%d8%b1%d9%87-%d8%a7%d9%81%d8%ba%d8%a7%d9%86-%da%a9%da%89%d9%88%d8%a7%d9%84/#comment-8192

  2. اوس یی وخت راغلی دی چی د افغانستان د نساجی صنعت د بیا رغونی او پراختیا ته یو وار بیا دقیقه توجه وشی. اما د صنعت په برخه که نه اوسنی او نه هم د پخوانی حکومتونو لخوا کافی او جدی ګامونه پورته شوی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب