Homeسپورتد افغانستان د فوټبال غوره لیګ درېيمه لوبه سبا دوشنبه ترسره کېږي

د افغانستان د فوټبال غوره لیګ درېيمه لوبه سبا دوشنبه ترسره کېږي

تاند ( یک شنبه، د میزان ۶) د افغانستان د فوټبال فدارسیون مطبوعاتي مسئول شفیع شاداب وایي، چې

نن کومه لوبه نشته او د روانو لوبو درېيمه لوبه به سبا دوشنبه د سپین غربازانو او موجهای امو ترمنځ ترسره شي.

د دې لوبو په دوهم لوبه کې شاهین اسمايي لوبډلې میوند اتلانو ته صفر د درې په مقابل کې ماته ورکړه.

د افغانستان د فوټبال غوره لیګ سیالۍ د تېرې پنجشنبې په ورځ پيل شوې، چې په لومړۍ لوبه کې طوفان هریرود لوبډلې اباسین څپې لوبډلې ته یو د صفر په مقابل کې ماتې ورکړې وه.

د فوټبال غوره لیګ نهم پړاو سیالیو په لومړي ګروپ کې شاهین اسمايي، سیمرغ البرز، عقابان هندوکش او د میوند اتلان شامل دي، خو په دویم ګروپ کې بیا طوفان هریرود، سپین غربازان، موجهای آمو او د اباسین څپې لوبډلې ګډون لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...