پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهارمنستان د اذربایجان ۳ بې پیلوټه الوتکې او ۲ چورلکې له منځه...

ارمنستان د اذربایجان ۳ بې پیلوټه الوتکې او ۲ چورلکې له منځه وړي

تاند ( یک شنبه، د میزان ۶) د راپورونو له مخې ارمنستان د اذربایجان دوې چورلکې او درې بې پيلوټه الوتکې په نننۍ نښته کې په نښه کړې او له منځه يې وړې دي.

په ورته مهال د اذربایجان پوځ ویلي، چې ارمنستاني ځواکونو د دوی له پولې سره نږدې تحرکات پیل کړي دي، چې د پوځ له جدي غبرګون سره مخ شوي.

دوی زیاته کړې، چې پر ارمنستاني پوځیانو به يې هوایي او ځمکني بریدونه دوام کوي.

بل لورته د ارمنستان پوځ بیا ویلي، چې د اذربایجان چورلکې او بې پيلوټه الوتکې یې په نښه کړې دي او دغه جګړه هم لومړی اذربایجاني لوري پیل کړې ده.

تر اوسه د دغه جګړې په درېدو کې چا مداخله نه ده کړې خو، ښایي د سیمې هېوادونه د دواړو لورو ترمنځ د جګړې د درېدو هڅه وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب