پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهپه تېرو ۶ میاشتو کې ۵۰۰ زره افغان کډوال هېواد ته راستانه...

په تېرو ۶ میاشتو کې ۵۰۰ زره افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي

تاند ( یک شنبه، د میزان ۶) د افغانستان دکډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت مسولان وایي، چې د روان کال له پيل څخه تر دې دمه ۵۰۰ زره افغان کډوال بېرته افغان خاورې ته راستانه شوي دي.

د یاد وزارت ویاند باسط انصاري وایي په یاد شمېر افغان کډوالو کې یواځې ۴۸۰ زره افغانان له ایران څخه راستانه شوي دي.

نوموړی زیاتوي، چې په ایران کې د افغان کډوالو پر وړاندې ډيرې ستونزې شتون لري او په خبره یې هڅه کوي دا ستونزې له ایراني چارواکو سره په خبرو حل کړي.

انصاري زیاته کړه که څه هم په ایران او پاکستان کې د افغان کډوالو پر وړاندې شته ستونزې د تیرو کلونو په پرتله یو څه کمې شوي او له همدې امله د کډوالو په بیرته راتګ کې هم کموالی راغلی دی.

دا په داسې حال کې ده چې اوس هم په ایران او پاکستان کې افغان کډوال له سختو ستونزو سره لاس او ګریوان او دوی له حکومت نه په دې برخه کې د ستونزو د حل غوښتنه کوي.

1 COMMENT

  1. د تاند پر خبرې راپورتاژ لنډکی نقد:

    موږ د اطلاعاتو د سیلاب په زمانه کې ساه باسو، وخت نه بسیږي. په خبري راپورتاژ او لیکنه کې اضافي و تکراري کلمې او جملې خبرې نثر بېخونده کوي، وخت هم ضایع کوي. تکړه خبریال او پیاوړی لیکوال ورباندي پوهیږي، ځکه خبره په چڼلي نثر کې راته کوي.

    د ښاغلي ضعیف جملې مې پینه او غلبېل کړې، خو د خبر منځپانګه پر خپل حال ده. لیکن تر ۳۰ سلنه زیات متن کم شوی، د لوستونکي د وخت سپما هم په همدې کچه ده. لاندي یي کتلی او مقایسه کولی شئ:

    تاند ( یک شنبه، د میزان ۶ مه) د افغانستان دکډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت له قوله د روان کال له پيل څخه تر دې دمه ۵۰۰ زره افغان کډوال بېرته افغانستان ته را غلي.

    د وزارت ویاند باسط انصاري وایي په یاد شمېر کې یواځې ۴۸۰ زره افغانان له ایران څخه را ګرځیدلي. هلته افغان کډوال ډيرې ستونزې لري، هڅه کوي له ایراني چارواکو سره یې په خبرو حل کړي.
    په خبره یې په ایران او پاکستان کې د افغان کډوالو ستونزې د تیرو کلونو په پرتله یو څه کمې شوي، ځکه د کډوالو په بیرته راتګ کې هم کموالی راغلی دی.

    په ایران او پاکستان کې افغان کډوال لا هم له سختیو سره مخامخ او له حکومت نه یې د حل غوښتنه کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب