جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهد ناټو او اروپايي ټولنې استازو په افغانستان کې د روان وضعیت...

د ناټو او اروپايي ټولنې استازو په افغانستان کې د روان وضعیت په هکله خبرې کړي

تاند (یکشنبه د میزان ۶) ناټو او اروپایي ټولنې د افغان سولې پروسې برخه کې د ګډو مرستو او همکاریو ډاډ ورکړی دی.

د افغانستان لپاره د ناټو ځانګړي استازي سټیفانو پونتیکورو پر خپل ټویټر لیکلي، چې ناټو او ارپايي ټولنه په افغانستان کې د سولې او ثبات له راتګ سره همکاریو ته ژمن دي.

د ناټو او اروپایي ټولنې استازو تېره ورځ ګډه ناسته کړې او په افغانستان کې یې په روان وضعیت خبرې کړي دي.

اروپايي ټولنې په افغانستان کې په بېلا بېلو برخو کې د همکارۍ خبر ورکړی او ویلي یې دي، هڅه کوي په دغه هېواد کې د ملکي پولیسو په جوړولو کې مرسته وکړي.

د یادونې وړ ده چې تر دې د مخه هم ناټو او اروپايي ټولنې په افغانستان کې د سولې پورسې او بېلا بېلو برخو کې د همکارۍ ډاډ ورکړی و.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو د مرکچي پلاوي غړي وايي حکومت په لوی لاس د سولې په روانو مذاکرتو کې خنډونه رامنځته وي او نه غواړي چې دغه پروسه په ښه ډول مخته لاړه شي.

https://taand.net/%d9%85%d9%84%d8%a7-%d8%ae%db%8c%d8%b1%d8%a7%d9%84%d9%84%d9%87-%d8%ae%db%8c%d8%b1%d8%ae%d9%88%d8%a7-%d8%af-%d8%b3%d9%88%d9%84%db%90-%d9%be%d9%87-%d9%85%d8%b0%d8%a7%da%a9%d8%b1%d8%a7%d8%aa%d9%88-%da%a9/

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب