عبدالله دافغان سولې د پرمختګ لپاره سبا دوشنبه پاکستان ته ځي
تاند (یک شنبه، د میزان ۶) د افغانستان د ملي روغې جوړې د عالي شورا مشرعبدالله عبدالله په افغان سوله کې د پاکستان د همکارۍ د تر لاسه کولو په خاطر د دوشنبې په ورځ پاکستان ته سفرکوي.
د دغه شورا ویاند فریدون خوځون وایي چې پاکستان د مصالحې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله سفر د سولې په برخه سیمه ییزې او نړیوالې اجماع پیاوړي کول دي.
عبدالله عبدالله داسې مهال پاکستان ته په سفر ځي، چې د پاکستان لومړي وزیرعمران خان ویلي د افغانستان سوله د ټولې سیمې لپاره مهمه ده او دوی په دې برخه کې پراخې هڅې کوي.
نوموړي واشنګټن پوسټ ته په یوه لیکنه کې د افغان سولې پر مسئله دا خبرې کړې دي.