جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeجنرال وزیريژوند ته مو شفا ورکړئ| جنرال دولت وزیري

ژوند ته مو شفا ورکړئ| جنرال دولت وزیري

یوولسم لوست

 

د ښاغلي صالح محمد صالح د ژباړې (ژوند ته مو شفا ورکړئ) د کتاب غورچاڼ

کار

ځیني کسان تل په منفي سوچونو ځان بوخت ساتي او په دې سوچ کوي چې:

زه دا کار نه شم کولای،

زه د دې کار وړ نه یم،

خپل رئیس مې بد راځي،

څوک مې کار ته نه تشویقوي،

څوک مې کار ته اهمیت نه ورکوي،

په کار کې زما له پاره فضا سمه نه ده،

هیڅ نه پوهیږم چې زه څه غواړم،

په دې معاش مې ګوزاره نه کیږي،

څوک رتبه نه راکوي او داسې نور،

یو څه چې روښانه دي هغه دا دي چې دغه منفي سوچونه تاسو کوم ځای ته نه رسوي. دا ټول دفاعي سوچونه دي او تاسو له سمې لارې باسي.

که غواړئ چې موقف مو لوړ شي او په کار کې خوشحاله وئ، تل ووايئ چې:

د خپلو ټولو کارونو له پاره بشپړ چمتو یم،

په مینه خپله اوسنۍ دنده اجرا کوم،

د خپل رئیس په هکله مو منفي سوچ بدل کړئ،

خوښ یم چې کار مې ښه پر مخ روان دی،

له کاري فضا بشپړ رضايت لرم،

که لوړ موقف ته ځې په مینه خپله دنده بل کس ته تسلیم کړئ،

نوې دندې ته په مينه غېږه خلاصه کړئ،

په نوې دنده کې خپل استعداد او خلاقیت وښیئ،

کوښښ وکړئ د کاري محیط له کسانو سره سمه ګوزاره وکړئ،

د چا په هکله منفي تبصره مه کوئ،

له هر چا سره په مینه چلند وکړئ،

د هر چا په هکله مثبت سوچ وکړئ،

کوښښ وکړئ په خپل معاش ګوزاره وکړي،

له بېځایه مصرفونو ډډه وکړئ،

دا او دې ته ورته سوچونه تاسو د نیکمرغۍ لوړو پوړيو ته رسوي.

پایله:

په پایله کې ووايئ چې زما د ژوند په هر پړاو کې هر څه غوره دي،

په هر ځای کې زما له پاره اړتیا احساسیږي، ځکه زه د استعداد او خلاقیت خاوند یم،

او زما کار له خوند څخه ډک دی، ځکه زه ور سره مینه لرم.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب