جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهعليپور په میدان وردګو ولایت کې د پولیسو پر یوې پوستې برید...

عليپور په میدان وردګو ولایت کې د پولیسو پر یوې پوستې برید کړی

تاند ( یک شنبه، د میزان ۶) د میدان وردګو ولایت ځایي چارواکي وایي، قوماندان علي پور او غیر مسولو وسله والو یې د دې ولایت حصه دووم ولسوالۍ اړوند سیمه کې د هغو پولیسو پر پوسته برید کړی، چې د سړک جوړوونې د امنیت لپاره مؤظف شوي وو.

د یاد ولایت امنیتي مسولان زیاتوي، چې په دې برید کې ۴ پولیس ټپيان شوي دي.

مسولان وایي، چې دعلي پور وسله والو دوه پولیس برمته کړي، یو رنجر موټر او د پولیسو وسلې او مهمات یې هم له ځان سره وړي دي.

د یادونې ده چې عليپور له دې وړاندې هم په دې ولایت کې پر امنیتي پوستو بریدونه کړي وو، چې افغان ځواکونو ته پکې مرګ ژوبله هم اوښتې وه.

بل لورته عليپور په دې تړاو رسنیو ته څه نه دي ویلي.

عليپور د نامسؤوله وسله والو قوماندان دی، چې تر دې وړاندې د افغان حکومت لخوا په کابل کې نیول شوی وخو ،وروسته بیا د افغان چارواکو په ضمانت بیرته له بنده ازاد شوی دی.

2 COMMENTS

  1. دا دولت نه دی هسي ددولت په نوم یو شرم دی، څه سو هغه ضمانت کوونکی خنځیر چي دا ځناور یي له بنده ازاد کړ، که رښتیا دولت وي هغه ضامن دي ونیسي!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب