جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeسپورتد آی پي اېل په اتمه لوبه کې د راشد او نبي...

د آی پي اېل په اتمه لوبه کې د راشد او نبي اړوند لوبډلې دویمه ماتې وخوړه

تاند ( یک شنبه، د میزان ۶) د هند د کورني کرکټ لیګ «آی پي اېل» سیالیو په ۸ مه لوبه کې د نبي او راشد خان اړوند سنرایزرحیدراباد لوبډلې له کلکتې لوبډلې ماتې وخوړه.

کلکتې لوبډلې دا لوبه د اوو ویکټو په توپير وګټله.

په یاده لوبه کې لومړی توپ وهنه د حيدراباد لوبډلې ترسره کړه، چې په ټاکلو ۲۰ اورونو کې یې د څلور لوبغاړو په سوځېدو مقابلې لوبډلې ته د ۱۴۳ منډو هدف ورکړ.

د حیدرآباد په لوبډله کې ډيويډ وارنر په ۳۰ توپونو ۳۶ منیش پنډیا په ۳۸ توپونو باندې ۵۱ او چاها په ۳۱ توپونو ۳۰ تر سره کړې.

مقابلې لوبډلې د شوبمن ګېل د ۷۰ او مورګن د ۴۲ منډو په مټ هدف په ډېرې اسانۍ ترلاسه او لوبه یې وګټله.

سنرايزرحيدراباد لوبډلې په روانوسياليو کې خپله دوهمه سيالۍ هم بايلوده.

د روانو لوبو په لړ کې نن ماښام شپږ نيمې بجې د مجيب اړوند کېنکزالېون پنجاب لوبډله د راجستان رايلز په وړاندې سيالۍ ترسره کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب