جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهکندهارکې افغان ګډوځواکونو ۵۸ طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې

کندهارکې افغان ګډوځواکونو ۵۸ طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې

تاند ( یک شنبه، د میزان ۶) د کندهار امنیتي چارواکي وایي، په میوند ولسوالۍ کې د ګډو ځواکونو عملیاتو کې ۵۸ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د یاد ولایت د امنیه قوماندانۍ ویاند جمال ناصر بارکزی وايي، ګډو ځواکونو یاد عملیاتو د میوند ولسوالۍ په مندوزو او کوکه کارېز سيمو کې ترسره کړي دي.

د بارکزي په خبره په دې عملیاتو کې ۲۸ وسله وال طالبان وژل شوي او ۳۰ نور ټپيان دي.

نوموړی زیاتوي، چې په دې عملیاتو کې افغان ګډو ځواکونو ۵۰ ماینونه هم له منځه وړي دي.

بل لورته وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

په دې وروستیو کې د هېواد په ولایتونو کې دجګړې لمن ډېره پراخه شوې او خلک یې هم سخت اندېښمن کړي دي.

عام خلک وایي، چې دوی هیله من دي، چې د سولې په روانو خبرو کې اوربند وشي خو زیاتوي خبره برعکس ده او ورځ تربلې جګړه تېزېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب