جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهد روغتیا نړیوال سازمان په اروپا کې د کورونا دویمه څپه خورا...

د روغتیا نړیوال سازمان په اروپا کې د کورونا دویمه څپه خورا خطرناکه ښودلې

تاند ( یک شنبه، د میزان ۶) د روغتیا نړیوال سازمان مسولان وایي، چې په اروپا کې د مني د موسم په راتګ سره د کورونا له امله ښايي د مړینې کچه لوړه شي.

یاد سازمان اروپايي هېوادونو ته ویلي، چې د خپلو خلکو د خوندیتوب لپاره باید روغتیايي سپارښتنو ته پاملرنه وکړي او قرنتین مراعات کړي.

د روغتیانړیوال سازمان زیاته کړې که روغتیایي لارښوونو ته پام ونه شي ښايي کورونا تر لومړۍ څپې ډېره خطرناکه تمامه شي.

په ورته مهال په امریکا کې هم د کورونا د دویمې او خطرناکې څپې د راتګ خبر هم ورکړل شوی دی. امریکايي رسنیو په خپلو راپورونو کې ویلي، چې ښایي دویمه څپه په ژمي او مني کې راشي او روغتیايي برخه به سخته وځپي.

د سرچینې په خبره ډېری روغتیایي مرکزونه به د کمو مالي امکاناتو له امله له سقوط سره مخ شي او ښایي کورونا ویروس په خپله دویمه څپه کې زرګونه امریکایان ووژني.

کورونا نړیواله وبا ده چې د نړۍ ټول هېوادونو کې یې هرې برخې ته خورا ډېر زیان ورساوه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب