جمعه, دسمبر 12, 2025
Homeخبرونهایران: د افغانستان سوله به مرکزي اسیا دایمي ثبات ته ورسوي

ایران: د افغانستان سوله به مرکزي اسیا دایمي ثبات ته ورسوي

تاند(یکشنبه، د میزان ۶) ایران وایي د افغانستان سوله به د مرکزي اسیا له دایمي ثبات سره ډېره مرسته وکړي.

په کابل کې د ایران سفیر بهادر امینیان ویلي چې د افغانستان سوله د ټولې سیمې لپاره مهمه ده.

د هغه په خبره په افغانستان کې د سولې په راتګ سره به د مرکزي او جنوبي اسیا د هېوادونو ترمنځ اړیکې ښې شي او دا به ددې سبب شي چې ټولې سیمې ته دایمي ثبات راشي.

هغه یو ځل بیا ټینګار کړی چې ایران د افغانستان د سولې ملاتړی دی او ددې غوښتونکی دی چې په افغانستان کې د بهرنیانو مداخلې پای ته ورسېږي.

د امینیان په وینا ایران له افغانستان سره د سولې د راتګ په برخه کې مرستو ته هم تیار دی.

ایران داسې مهال دا خبره کوي چې څو ورځې وړاندې په قطر کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې بین الافغاني خبرې پیل شوي چې تر اوسه کومې نتیجې ته رسیدلې نه دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د میرمن قمرګلې د تلین په مناسبت د هغې هنر ته کتنه| اسیه محرابي

د ارواښادې مېرمن قمر ګل د درېیم تلین په مناسبت د اغلې محرابي دا لیکنه بیا خپروو. تاند مېرمن قمرګلې له ماشومتوبه د خپلې هنرپالې...