جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهملا خیرالله: د سولې په مذاکراتو کې لا هم د مرکچي پلاوو...

ملا خیرالله: د سولې په مذاکراتو کې لا هم د مرکچي پلاوو تر منځ د نظر اختلافات شته

تاند (یکشنبه د میزان ۶) په قطر کې د طالبانو د مرکچي پلاوي غړي، د حکومت په مذاکره کوونکي پلاوي تور پورې کړی چې په لوی لاس په مذاکراتو کې خنډونه رامنځته کوي.

د طالبانو د مرکچي پلاوي غړي مولوي خیرالله خیرخوا په خپله وروستۍ مرکه کې ویلي، اوس هم د طرزالعمل پر سر اختلافات شته چې باید حل شي.

د ښاغلي خیرخواه په خبره د افغان حکومت له ځینو اقداماتو داسې معلومېږي چې دوی په لوی لاس په مذاکراتو کې خنډونه رامنځته کړي او ستونزې یې راولاړې کړي دي.

هغه وايي، د دوی او حکومتي پلاوي ناسته ددوی او امريکايانو د تړون پر بنياد ده خو په خبره یې د حکومت هيات د مجلسونو خبرې بيرون وباسي، مطبوعاتو کې بحثونه او تبصرې کوي او وخت ضايع کوي.

خیرخوا په خپلو خبرو کې ویلي د جنګ کچه اوس راکمه شوې، نوي عمليات يې ندي اعلان کړي او جنګ يې دفاعي او غبرګوني بڼه لري.

نوموړی وايي که څه هم په ډېرو مواردو کې ستونزې حل او هوکړې ته رسېدلي، خو زیاتوي اوس هم داسې موارد شته چې دواړه لوري پکې د نظر اختلاف لري او همدا سبب شوی چې تر اوسه کړنلاره یا طرزالعمل نه دی جوړ شوی.

د حکومت مرکچي پلاوي په دې هکله کوم غبرګون نه دی ښودلی، خو تر دې د مخه یې ویلي وو چې طالبان د سولې په روانو مذاکرتو کې سخته ژبه کاروي او هڅه کوي یواځې د دوی خبرې ومنل شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب