Homeخبرونهعمران خان وایي د افغان سولې له پروسې به زموږ ملاتړ دوام...

عمران خان وایي د افغان سولې له پروسې به زموږ ملاتړ دوام ولري

تاند ( یک شنبه، د میزان ۶) د پاکستان لومړی وزیرعمران خان وايي، چې د افغانستان سوله د ټولې سیمې لپاره مهمه ده او دوی په دې برخه کې پراخې هڅې کوي.

نوموړي واشنګټن پوسټ ته په یوه لیکنه کې د افغان سولې پر مسئله خبرې کړې دي.

هغه زیاته کړې، پاکستان له دې پروسې سره هر اړخیزه مرسته کړې ده او د امریکا په څېر نه غواړي چې په دغه هېواد کې روانه جګړه اوږده شي.

عمران خان ټینګار کړی، چې افغان جګړه یوازې د خبرو له لارې د حل وړ ده او دا خبرې باید د افغانانو په مشرۍ او مالکیت ترسره شي.

نوموړي یو ځل بیا ویلي، چې پاکستان د افغان سولې د پروسې پوره ملاتړ کوي او په دې برخه کې لا ډېرو اسانتیاوو راوستو ته ژمن دی.

پاکستان داسې مهال د افغان سولې له پروسې د ملاتړ د دوام خبره کوي، چې هم مهاله په دوحه کې د افغان او طالب استازو ترمنځ د سولې خبرې روانې دي خو له دوو اونیو مذاکراتو وروسته لاهم پر یوې اجنډا هوکړې ته نه دي رسېدلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...