پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهکندهار: روان کال پر ۳۲۰ تنو هدفي بریدونه شوي

کندهار: روان کال پر ۳۲۰ تنو هدفي بریدونه شوي

تاند(یکشنبه، د میزان ۶) په کندهار کې د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وایي، سږ کال د روژې له میاشتې را هیسې په دغه ولایت کې پر ۳۴۰ تنو هدفي بریدونه شوي دي.

دغه کمېسیون وایي، په دې بریدونو کې عمومأ له موټر سایکل کار اخیستل کېږي چې قومي مشران، د امنیتي ادارو کارکوونکي، او پولیس په نښه کېږي.

د دوی په خبره، د معلوماتو پر اساس په هدفي بریدونو کې ۲۲۰ تنه وژل شوي او ۱۲۰ نور ټپیان شوي دي.

د یادونې ده چې په دې وروستیو کې په کندهار ولایت کې د هدفي وژنو ترڅنګ له ښځو او کم عمره ځوانانو سره تاوتریخوالی زیات شوی او دغه ولایت په یو نا امنه ځای بدل شوی دي.

1 COMMENT

  1. له روژې راهیسې پنځه میاشتې تېرې شویدي . پدې پنځو میاشتو کې د تروریستي ډلو په مقابل کې چې له موټرسایکل نه کار اخیستل شوی ، د افغانستان د امنیتي قواوو له خوا هېڅ قانوني او سم اقدام ندی شوی .
    په نورو هېوادونو کې که په یو سرک کې موټر ټکر کوي او یا کوم انسان وهي . پولیس هغه منطقه له هره لحاظه بررسي کوي چې ولې دلته حادثه شوېده. آیا ګولایی ده ، مقابل لوری سم نه معلومیږي ؟ د موټرو زیات سرعت د دې سبب شویدی او که کومه تصادفي حادثه وه ؟ له هغه وروسته لازم تدابیر نیسي . اما په افغانستان کې هره ورځ خلک وژل کیږي ، دښمن بیا بیا هغه شوم او غیر اسلامي عمل تکراروي خو امنیتي قواوې هېڅ تدابیر نه نیسي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب