دوشنبه, سپتمبر 16, 2024
Homeسپورتد اسټراليا ښځينه کرکټ لوبډلې له نیوزیلینډ څخه دوهمه ۲۰ اوریزه لوبه...

د اسټراليا ښځينه کرکټ لوبډلې له نیوزیلینډ څخه دوهمه ۲۰ اوریزه لوبه هم وګټله

تاند ( یک شنبه، د میزان ۶) د اسټراليا او نيوزيلينډ ښځېنه کرکټ ملي لوبډلو تر منځ د اسټرالیا په کوربتوب د درېو شل اوريزو سياليو دوهمه لوبه نن ترسره شوه.

د دواړو لوبډلو ترمنځ نن دوهمه لوبه هم د اسټراليا ښځېنه لوبډلې وګټله او د روانو لوبو لړۍ یې په خپل نوم کړه.

په یاده لوبه کې لومړی توپ وهنه د نيوزيلينډ ښځېنه کرکټ لوبډلې ترسره کړه، چې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو يې مقابلې لوبډلې ته د ۱۲۹ منډو هدف ورکړ.

د اسټراليا له لوري په توپ اچوونه کې ډيلېسیا او ويریم درې درې لوبغاړې وسوځول.

په مقابل کې اسټراليا لوبډلې ټاکل شوی هدف په ډيرې اسانۍ تر لاسه او په ۸ لوبغاړو يې نيوزيلينډ لوبډلې ته ماتې ورکړه.

په دې سره د روانو لوبو لړۍ استرالیا ښځینه کرکټ لوبډلې په خپل نوم کړه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب