یکشنبه, سپتمبر 8, 2024
Homeخبرونهاقتصادي خبرونههلمند: له کرنیزو ټولنو سره مرسته وشوه

هلمند: له کرنیزو ټولنو سره مرسته وشوه

تاند(یکشنبه، د میزان ۶) د کرنې وزارت وایي، هلمند کې یې له یو شمېر کرنیزو ټولنو سره د کرنې د ودې او پراختیا په موخه مرستې کړې دي.

د هلمند دکرنې ریاست له خوا په دې ولایت کې لسګونه کرنیزې ټولنې جوړې شوي دي، ترڅو بزګرانو او مالدارانو سره یوځای د کرنې د ودې او پراختیا په برخه کې فعالیتونه له همدې لارې په منظمه توګه تر سره شي..

د هلمند دکرنې رییس زلمی الکو وایي، چې په دې ولایت کې د خصوصي سکټور د ودې او پراختیا په پار هلې ځلې کیږي او په همدې موخه د بدیل معیشت یا مرسي کورپ پروګرام په همکارۍ پنځو کرنیزو ټولنو سره د دوی د اړتیا وړ توکي مرستې وشوې.

الکو وویل:

د هلمند د سبو او تازه مېوو سوداګرو ټولنه،د هلمند د مېوه لرونکو نیالګیو روزلو ټولنه، د کروندګرو ټولنه، د هلمند د شنوخونو روزلو ټولنه او د بست د اصلاح شویو تخمونو تولیدي کمپنۍ سره د بېلابېلو توکو مرسته وشو

په یادو توکو کې دفتري او ترانسپورتي توکي شامل دي، چې تر ډېره به د یادو ټولنو د ورځنیو چارو په بهبود کې د پام وړ اسانتیاوې رامنځته کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب