Homeخبرونهپاکستان کې د موټر سوځېدو پېښه کې ۱۵ کسان مړه شوي

پاکستان کې د موټر سوځېدو پېښه کې ۱۵ کسان مړه شوي

تاند (شنبه د میزان ۶) د پاکستان کراچۍ ښار ته څېرمه نوري اباد سیمه کې د موټر چپه کېدو او پکې د اورلګېدنې له امله ۱۵ کسان مړه شوي دي.

سیمه ییزو چارواکو ویلي، په موټر کې ناڅاپي اورلګېدلی دی، چې د یوه ماشوم او موټر چلوونکی په ګډون ترې ۱۰ کسان روغ وتلي دي.

د چارواکو په وینا مړه شوي کسان ټول سوځېدلي، چې یو یې هم نه پېژندل کېږي.

د راپورونو له مخې په موټر کې ټول ۲۵ کسان سپاره وو چې ۱۰ تنه ژوندي ژغورل شوي دي.

پولیسو ویلي، په دې هکله یې څېړنې پیل کړي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یامي ګوتم: د کمو فرصتونو له امله مې هیماچل پردېش ته د ستنېدو پرېکړه کړې وه

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۱۳ مه) د بالیووډ مشهورې فلمي ستورې یامي ګوتم ویلي، د خپل هنري ژوند په یوه سخت پړاو...