یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهلغمان کې د ملي امنیت ځواکونو یو ځانمرګی بريدګر نيولی

لغمان کې د ملي امنیت ځواکونو یو ځانمرګی بريدګر نيولی

تاند ( یک شنبه، د میزان ۶) د لغمان ولایت چارواکي وایي، چې د ملي امنیت ځواکونو یوځانمرګی بريدګر له ځانمرګي واسکټ سره نيولی دی.

د والي ویاند اسدالله دولت زي نن د یوه خبري کنفرانس پرمهال وویل چې، دا ځانمرګی بريدګرعرفان الله نوميږي او نن سهار نيول شوی دی.

نوموړی وایې نیول شوی کس اوس مهال د ملي امنیت په رياست کې دی او ترې پوښتنې روانې دي.

دولتزي زیاته کړه چې، دغه راز د ملي امنیت ځواکونو دقرغیو ولسوالۍ اړوند د کابل _ جلال اباد په لویه لاره په يوه زرنج موټرسایکل کې بار ۱۰ بورۍ چاودېدونکي توکي نيولي دي.

نوموړی وایې د دغو چاودېدونکو توکو د لېږد په تور یو تن نیول شوی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې د کورونیو چارو وزارت هم نن په کابل کې د هغه مازدا موټر د نیول کېدو خبر ورکړی چې، وایي په کې ۵ ټنه امونیم نایتریت بار وو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب