سه شنبه, مې 7, 2024
Homeخبرونهمیدان وردګ: د علیپور ملېشو یو ځل بیا د پولیسو پر پوسته...

میدان وردګ: د علیپور ملېشو یو ځل بیا د پولیسو پر پوسته برید کړی

تاند(یکشنبه، د میزان ۶) د غیر مسوول وسله وال، علیپور ملېشو په میدان وردګو ولایت کې د پولیسو پر پوسته برید کړی دی.

د دغه برید په پایله کې څلور پولیس ټپیان شوي او دوه نور یې ژوندي له ځان سره بیولي دي.

د میدان وردګو د والي ویاند محب الله شریفزي د برید د پخلي ترڅنګ زیاته کړې، چې د علي پور وسله والو یو رینجر موټر، په یاده پوسته کې موجودې وسلې او مهمات هم له ځان سره وړي دي.

هغه ویلي چې دا پېښه تېره ورځ ناوخته د میدان وردګو ولایت بهسودو ولسوالۍ دویمې حصې چغچران سیمه کې رامنځته شوې ده.

دا دویم ځل دی چې علیپور د پولیسو پر پوستو بریدونه کوي خو مرکزي حکومت یې په اړه چوپه خوله دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب