Homeخبرونهاقتصادي خبرونهننګرهارکې غالۍ اوبدونکو د تېرې یوې میاشتې پرمهال ۵۵ غالۍ اوبدلي

ننګرهارکې غالۍ اوبدونکو د تېرې یوې میاشتې پرمهال ۵۵ غالۍ اوبدلي

تاند ( یک شنبه، د میزان ۶) د ننګرهارد کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست مسولان وایي، چې د مرکز او ولسوالیو ۷۰ غالۍ اوبدونکو په تېره یوه میاشت ۵۵ غالي اوبدلي، چې په ټوله کې ۴۲۰ متره کېږي.

د ننګرهار د رسنیو دفتر په یوه خبرپاڼه کې د یاد ریاست د مسولانو له قوله لیکلي چې، دوی د مېرمنو کلیوالي اقتصاد د پیاوړتیا ملي پروګرام له لارې د دې ولایت په مرکز جلال اباد ښار، سره رود، کامې، روداتو، دره نور او چپرهار ولسوالیو کې ۷۰ غالۍ اوبدونکي له مارکیټ سره نښلولي دي.

د یاد ریاست د مسولانو په خبره په دې غالیوکې بېلابېل سایزونه غالۍ شاملې دي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې په ننګرهار کې د دې پروژې د پيل راهیسې نږدې ۴۵۰۰ متره غالۍ اوبدل شوي چې، یوولس میلیونه اودوه سوه زره افغانۍ عواید ور څخه ترلاسه شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...