Homeخبرونهکاپیسا کې یوه ځوانه نجلۍ د خپلې کورنۍ لخوا وژل شوې

کاپیسا کې یوه ځوانه نجلۍ د خپلې کورنۍ لخوا وژل شوې

تاند (یکشنبه د میزان ۶) د کاپیسا امنیتي چارواکي وایي، په دې ولایت کې یوه ځوانه نجلۍ د خپلې کورنۍ لخوا وژل شوې ده.

د رسنیو د راپورونو له مخې دغه نجلۍ د تېرې جمعې په شپه د کاپیسا په مرکز محمود راقي ښار کې د خپلې کورنۍ له لوري وژل شوې او بیا خاورو ته سپارل شوې ده.

د نجلۍ د قتل اصلي لامل له هغې سره یې د کاکا د لور مبایل پیدا کېدل بلل شوي؛ په داسې حال کې چې د کاکا لور یې له دې پېښې دوه ورځې مخکې له کوره وتلې او تښتېدلې ده.

د سرچینې د معلوماتو له مخې د وژل شوې نجلۍ د کاکا لور چې له کوره وتلې، اوسمهال د ښځو څخه د ملاتړ په یوه مرکز کې ساتل کېږي.

امنیتي ادارو ویلي په دې هکله یې خپلې پلټنې پیل کړي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د يوويشتمي پېړۍ ليڪ | زهير سپېڅلی 

"د يويشتمې پېړۍ ليڪ" فقط يو ليڪ نه دی، يو ناول دی. ښاغلي محبوب شاه محبوب ليڪلی دی. مومند خپرندويي ټولني په لومړي ځل...