پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Homeخبرونهفراه کې ۲۰ امنيتي سرتېري وژل شوي

فراه کې ۲۰ امنيتي سرتېري وژل شوي

تاند(یکشنبه، د میزان ۶) وسله‌والو طالبانو تېره شپه د فراه ولایت په بالابلوک ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو پر پوستو برید کړی ۲۰ امنیتي سرتېري یې وژلي او ۱۰ نور یې ژوندي له ځانه سره بېولي دي.

د فراه ولایت د ولایتي شورا وکیل ګل احمد فقیري رسنیو ته وویل، دغه پېښه تېره شپه هغه مهال رامنځته شوه چې وسله‌والو طالبانو د دغه ولایت په بالابلوک ولسوالۍ کې د میشتو امنیتي سرتېرو پر پوستو ډله‌ییز برید وکړ.

نوموړي زیاته کړه، په دغه برید کې ۲۰ امنیتي سرتېري وژل شوي او ۱۰ نور طالبانو ژوندي نیولي او له ځانه سره یې بېولي دي.

دا په داسې حال کې ده چې په قطر کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ بین الافغاني مذاکرات روان دي خو له بله پلوه په هیواد دننه جګړې زور اخیستی او هره ورځ د هیواد له ګوټ ګوټ د مرګ‌ژوبلې خبرونه راځي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

افغانستان هم پروین لري!

نقیب احمد قریشي که خدای د هنرونو په ټاټوبي هندوستان کي پروین اترت پیدا کړې ده، خو پاکستان هم پروین شاکر لري، که څښتن تعالی...