یکشنبه, اکتوبر 13, 2024
Homeخبرونهطالبان: ښځو ته به د اسلام مطابق ټول حقونه ورکول کېږي

طالبان: ښځو ته به د اسلام مطابق ټول حقونه ورکول کېږي

تاند(یکشنبه، د میزان ۶) د طالبانو د مرکچي پلاوي غړي عبدالسلام حنفي په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، د طالبانو د حکومت پر مهال هم ښځو په بیلا بېلو برخو کې دندې لرلې او په راتلونکي کې دې هم اندښنه نه کوي ځکه د اسلام د مقدس دین مطابق یې ټول حقونه خوندي دي او حتماً به ورکول کېږي.

هغه زیاته کړې، د اسلام دین کې د ټولنې د ټولو اقشارو حقونه روښانه دي او په اسلامي نظام کې به د ښځو په ګډون ټولو ته مساویانه حقونه ورکړل شي.

نوموړی دا څرګندونې وروسته تر هغه کوي چې په قطر کې د سولې بین الافغاني خبرو پر مهال افغانستان کې د ښځو حقونو یو شمېر فعالانو ویلي وو چې تر سولې وروسته په افغانستان کې د ښځو حقونو په اړه اندېښمن دي.

3 COMMENTS

  1. د ټالبانو په وخت کې ټولې ښځې په کور کې بندي شوې . له خپل شرعي محرم نه پرته هغه له کوره نشوه وتلای . د انګریز له خوا دیزان شوې هندي او پنجابي چادري په ټولو حتمي او لازمي شوې . بېچاره او مظلومو ښځو به هره ورځ د ټالب د امر بالمعروف بېسواده چړیانو له لاسه یو څو جانانه قمچینې نویشي جان کولې . د مخ لوڅول خو د شرعي محرم سره یوځای تر زندانه پورې دوه هفتې د ملاترابي د شخصي زندانو مېلمستیا به برخه کېدله .
    الله تعالي د هغه پنجابي – ټالبي وچ تش په نوم اسلامي نظام هېڅکله نه رواولي .

  2. اسلام علیکم ورحمت الله وبرکاته !
    د تالیبانو اسلامی نظام کی د ښځو مکامل حقوق ورکړل شوی وه ما په د سترګو لیدلی دی . هغه کونډه چه کوچنی ماشوم یی د واکسین دپاره راوستلی وه چون محرم ورسره نه وه ماشوم باید نه وای وکسین شوی .
    که ښځه چه میړه یی مجاهد و او شهید شوی وه د کور د سودا داخستلو اجازه یی نه درلوده ، هر تالیب د اسلامی شرغیت سره کولای شول دری ښځی وکړی ، که خبره د دندی وی د تالیب په نظام کی ښځی څه کوی چه سړیو هم کار نه درلوده ،د دوی په هیڅ شی کی مساوات نه وه تالیب ضرورت نه درلوده چه لمونځ وکړی خو په نورو خلکو یی دوه دری ځلی د یو خت لمونځ کول هغه هم په زور دتالیب په نظام کی می لیدلی دی چه خلکو بی اودسه لمونځ کول ځکه خدای پاک سم دلاسه چا ته څه نه وایی خو د تالیب قبل سم دلاسه درته ولاړ ؤ .

  3. د ښاغلی عبدالسلام افعی وبخښئ حنفی د څرګندونو دوهم پراګراف داسی تعبیرولای سو:
    په اسلام کی د ټولو قشرونو حقوق معلوم دی اِلّا طالبان، یعنی پېله او پرته طالب جان څخه نور د ټولو حقوق او وظائف معلوم دی او طالب جان له هر څه مبراء دی او خپله وظیفه او حقوق ئې خپله ځانته ټاکلی دی.
    ښه منظره ده ( د غولو په سمندر کی د ګُړی ! جزیره ده) .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب