یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهطالبانو فراه او فاریاب کې د امنیتي سرتېرو پر پوستو بریدونه کړي

طالبانو فراه او فاریاب کې د امنیتي سرتېرو پر پوستو بریدونه کړي

تاند (یکشنبه د میزان ۶) د فراه ځايي چارواکي ددغه ولایت په بالابلوک ولسوالۍ کې د ملي اردو د اووه سرتېرو د وژل کېدو خبر ورکوي.

د فراه د ولایتي شورا مرستیال شاه محمود نعیمي وايي، طالبانو تېره شپه د هرات –کندهار د لویې لارې په اوږدو کې د بالابلوک ولسوالۍ اړوند په کنسک سیمه کې بریدونه پلان کړي دي.

د ښاغلي نعیمي په خبره په دې سیمه کې د ملي اردو پوسته د طالبانو لاسته لوېدلې ده او د امنیتي سرتېرو یوه اندازه مهمات او تجهیزات طالبانو له ځان سره وړي دي.

د هغه په وینا طالبانو ۹ تنه امنیتي سرتېري هم له ځان سره بېولي دي.

تر اوسه پورې د فراه امنیتي او حکومتي چارواکو په دې هکله خپل نظر نه دی ورکړی.

په ورته مهال د فاریاب امنیتي چارواکي ددغه ولایت په دولت اباد او شیرین تګاب ولسوالیو کې د طالبانو په بریدونو کې د درېیوو امنیتي سرتېرو د وژل کېدو خبر ورکوي.

د فاریاب د امنیه فومندانۍ ویاند عبدالکریم یورش وايي طالبانو نن سهار شاوخوا درې بجې په یادو ولسواليو کې د امنیتي ځواکونو پر پوستو بریدونه کړي دي.

د ښاغلي یورش په خبره د طالبانو او امنیتي ځواکونو تر منځ د نښتې پر مهال یو بل سرتېری ټپي شوی دی.

نوموړی وايي د طالبانو برید له څو ساعته نښتې وروسته په شاه تمبول شوی، چې طالبانو ته پکې هم مرګژوبله اوښتې، خو په دې اړه یې نور جزیات نه دي ورکړي.

که څه هم د طالبانو د مرکچي پلاوي غړي ملا خیرالله خیرخوا په خپله تازه مرکه کې ویلي، چې د جنګ کچه اوس راکمه شوې، نوي عمليات يې ندي اعلان کړي او جنګ يې دفاعي او غبرګوني بڼه لري، خو په زیاترو ولایتونو کې د امنیتي ځواکونو او طالبانو تر منځ د نښتو د زیاتوالي راپورونه ورکول کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب