یکشنبه, مې 5, 2024
Homeخبرونهغني: هېڅ قوت د نظام ماهیت او د اساسي قانون لومړی او...

غني: هېڅ قوت د نظام ماهیت او د اساسي قانون لومړی او دویم څپرکی نشي بدلولی

تاند (یکشنبه د میزان ۶) ولسمشر غني وايي په نیمه لاره کې منتظر نشي پاتې کېدای او نه هم سوله چې د ټولو افغانانو اساسي غوښتنه ده هېرولی شي.

له ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، ولسمشر محمد اشرف غني نن غرمه په ولسمشرۍ ماڼۍ کې له قطر څخه راستنو شویو خبریالانو سره لیدنه وکړه.

په دې لیدنه کې ولسمشر غني وویل، طالبان باید په دې پوه شي چې له کوم خاص ګروپ نه، بلکې ټولنې سره یې سروکار دی او نړۍ هم باید دا درک کړي، هغه خطر چې دوی یې افغانستان ته راوستل، لا هم نه دی دفع شوی.

ښاغلي غني په ټینګار سره ویلي، د جمهوریت غېږ پراخه ده او هېڅ قوت د نظام ماهیت او د اساسي قانون لومړی او دویم څپرکی نشي بدلولی.

نوموړي دغه راز زیاته کړې، د ټکر مخنیوی هم د دوی موخه ده او هم یې ظرفیت لري.

محمد اشرف غني ځل بیا څرګنده کړې، که څه هم سولې ته رسېدل یو سخت کار دی؛ خو په خبره یې د سولې کړکۍ باید په دروازه واټ او دهلېز بدل شي.

قطر کې د سولې روانو مذاکراتو اوربند او یوې تلپاتې سولې ته د رسېدو لپاره د خلکو هیلې کمرنګه کړي او وايي چې په مذاکراتو کې د افغانانو د غوښتنو خلاف قدرت ته د رسېدو لپاره هڅې روانې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

ړنده ژباړه

خیر/ اجمل پسرلی

واوره/ اجمل پسرلی