د (ژوند ته مو شفا ورکړئ د کتاب غورچاڼ)
د ښاغلي صالح محمد صالح صاحب ژباړه
اړیکې
خپلې ټولې اړیکې همغږې کړئ، ځکه داسې ښکاري چې په ژوند کې اړیکې هر څه دي.
که پاملرنه مو کړې وي، هغه اړیکې چې د خوړو، ترانسپورت، هوا، خلکو، حتی د کتاب لوستلو سره لري. دا له خپل وجود سره ستاسو اړیکې منعکسوي.
که ښه ځیر شئ هغه الفاظ چې د غوسې پر مهال تاسو له خولې را باسئ، دا هغه الفاط دي چې په کوچنيوالي کې ستاسو پلار او مور د غوسې پر وخت کارولي دي.
که تاسو يې ستايلي وئ، اوس به تاسو خپل اولاد هم ستايئ او که تاسو يې رټلي وئ، تاسو به هم خپل اولاد رټئ. دا په دې معنی ده چې د مور او پلار سره ستاسو اړيکې منعکسوي.
که له ذهن څخه منفي اړیکې پاکې نه کړئ، بلې اړیکې یا بلې مثبتي اړیکې ته په ذهن کې ځای نه شئ ورکولای.
ستاسو اړیکې ستاسو هنداره ده، تاسو خلکو ته هغسې ور پيژني څرنګه چې تاسو یاست.
وايي، ته ووایه چې ملګري دې څوک دی، زه به درته ووایم چې ته څرنګه سړی يې.
دا په دې مانا چې موږ خپلې اړيکې داسې منعکسوي چې څرنګه موږ يو.
کوچنیان هغه څه له ځانه منعکسوي چې د دوی په شاو خوا کې جريان لري.
کله چی لوی شي دوی همغه اړیکی پالي چې دوی ورسره په کوچنيوالي کې په اړیکه کې وه.
له داسې اړیکو چې له ځان سره ساتل يې اړین نه وي تر څو چې يې له ځانه ليرې نه کړو، ځان ترې نه شو ژغورلای.
ناوړه اړیکې په هغه صورت کې له ځانه لیرې کولای شو چې له ځان سره مينه وکړو او مينه ځان ته را جلب کړو.
که غواړو چې په مینه کې ژوند وکړو هر څوک په خپل کې بايد شريک نه کړو. هغه چا ته چانس ورکړو چې په مینه پوهيږي او مينه کولای شي.
هغه څه چې تاسو يې له مينې لیرې ساتلي یاست له ځانه لیرې کړئ.
پايله
مينه موږ ته د ښه والي احساس راکوي، نو ځکه بايد
له ځان سره مينه وکړو،
هغه کار بايد تر سره کړو چې موږ ته د مینې احساس را کوي،
له خپل ځان سره د مينې په خاطر له نورو سره په مينه چلند وکړئ، بيا به د هغوی چلند تاسو سره ستاسو د مينې انعکاس وي.
خپل ژوند ته يوازې مينه ناک خلک جلب کړئ، ځکه دا به ستاسو له ځان سره د مينې انعکاس وي،
تيرې ناوړه پيښې له ځان څخه د مينې په خاطر لیرې کړئ، په اوس کې ژوند ته اهميت ورکړئ.
په پایله کې ووايي چې ستاسو په ژوند کې هر څه غوره دي.