پنجشنبه, اکتوبر 3, 2024
Homeخبرونهعبدالله عبدالله له طالبانوغوښتي، چې اوربند ومني او جګړه ودروي

عبدالله عبدالله له طالبانوغوښتي، چې اوربند ومني او جګړه ودروي

تاند ( دوشنبه، د سنبلې ۳۱) د افغانستان د ملي پخلاينې د عالي شورا مشرعبدالله عبدالله یو ځل بیا پر طالبانو غږ کړی، چې اوربند وکړي او د خلکو دې غوښتنې ته درناوی وکړي.

عبدالله د سولې د نړیوالې ورځې په مناسبت په خپاره کړي پیغام کې ویلي، چې افغان پلاوی له طالبانو سره په خبرو بوخت دی او تمه ده، چې دلته روانه جګړه ژر تر ژره ختمه شي.

نوموړي ویلي په دې ورځ ټول بشري فعالین له ښکېلو لورو د جګړو د پای ته رسولو غوښتنه کوي او د دوی هم په دې هیله دي، چې طالبان په افغانستان کې د اوربند غوښتنې ته لبیک ووايي.

عبدالله وایي ټول افغانان له جګړو ستړي دي او یو ځل بیا یې هیله مندي ښودلې، چې د سولې مذاکرات پایلې ته ورسېږي او په افغانستان کې د څلوېښت کلنې اوږدې جګړې د پای ته رسېدو سبب شي.

د ملي پخلاينې د عالي شورا مشر ویلي تاریخ ثابته کړې، چې جګړې یوازې د خبرو له لارې پای ته رسېدلی شي او طالبانو ته هم په کار ده، چې د تاوتریخوالي په کمولو سره د سولې بهیر لا باوري او د ډاډ وړ کړي.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي هم د دې ورځې په مناسبت په پیغام کې د جګړې له ښکېلو خواوو د بشري اروبند غوښتنه کړې ده.

https://taand.net/%d9%85%d9%84%da%ab%d8%b1%d9%88-%d9%85%d9%84%d8%aa%d9%88%d9%86%d9%88-%db%8c%d9%88-%da%81%d9%84-%d8%a8%db%8c%d8%a7-%d9%84%d9%87-%da%9a%da%a9%db%90%d9%84%d9%88-%d8%ae%d9%88%d8%a7%d9%88%d9%88-%d8%af/

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب