پنجشنبه, اکتوبر 3, 2024
Homeخبرونهملګرو ملتونو یو ځل بیا له ښکېلو خواوو د بشري اوربند غوښتنه...

ملګرو ملتونو یو ځل بیا له ښکېلو خواوو د بشري اوربند غوښتنه کړې

تاند ( دوشنبه، د سنبلې ۳۱) د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوترېش یو ځل بیا په نړۍ کې د بشري اوربند پر رامنځ ته کېدو ټینګار کړی.

انتونیو ګوتریش د سولې د نړیوالې ورځې په مناسبت په خپاره کړي پیغام کې ویلي، چې نړۍ تر بل هر وخت اوربند او سولې ته اړتیا لري.

د نوموړي په خبره ملګرو ملتونو د خپل تاریخ په اوږدو کې تل هڅه کړې، چې په هېوادونو کې جګړې او تاوتریخوالی پای ته ورسوي او سوله ییزه فضا کې د بشري ژوند زمینه برابره کړي.

هغه زیاته کړې، چې بشري اوربند د کورونا وبا پر مهال د ټولو نړیوالو غوښتنه ده او یو ځل بیا یې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې پر ښکېلو لورو د جګړو د درولو غږ کړی دی.

د سټمبر ۲۱مه له ۱۹۸۱ز کال راهیسې د ملګرو ملتونو په تقویم کې د سولې نړیوالې ورځې په نامه نومول شوې او هر کال نمانځل کېږي.

عام افغانان هم د سولې د نړیوالې ورځې په مناسبت له ښکېلو خواوو د اوربند غوښتنه کوي او وایي، افغانان له جګړې ستړي دي او نور باید د امن په افضا کې ژوند وکړي.

د سولې نړيواله ورځ داسې مهال نمانځل کېږي، چې هم مهاله ورسره په دوحه کې د افغان او طالب استازو ترمنځ د سولې بین الافغاني خبرې روانې دي او تمه ده چې دا خبرې به ژر یوه مثبته پایله ولري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب