پنجشنبه, اکتوبر 3, 2024
Homeخبرونهد امریکا د سولې انسټیټوت افغان سوله کې سیمه ییز او نړیوال...

د امریکا د سولې انسټیټوت افغان سوله کې سیمه ییز او نړیوال ملاتړ د اهمیت وړ بولي

تاند ( دوشنبه، د سنبلې ۳۱) د امریکا د سولې په انسټیټوت کې د مرکزي اسیا د برخې مسؤل سکاټ وارډن وایي، چې د سولې روانې خبرې د افغانستان لپاره خورا مهم فرصت دی او باید ضایع نه شي.

د سکاټ وارډن په وینا په دې خبرو کې د ښځو په ګډون باید ټولو قومي، مذهبي او سیاسي جهتونو ته ونډه ورکړل شي.

نوموړي زیاته کړې، چې د افغانستان سوله سیمه ییز او نړیوال ملاتړ لري او امریکا وخت پر وخت هڅه کوي د سولې له ملاتړو سره په اړیکه کې شي او د دوی همکاري لا ډېره کړي.

د امریکا د سولې په انسټیټوت کې د مرکزي اسیا د برخې مسؤل دغه راز ویلي، چې د سولې په بین الافغاني خبرو کې د امریکا په ګډون هېڅ هېواد ښايي مداخله و نه کړي خو، په خبره یې د ټولو لورو مرسته له دې بهیر سره اړینه او ګټوره ده.

دا په داسې حال کې ده، چې د افغان حکومت مذاکراتي پلاوي هم په دوحه کې د افغان او طالب پلاوو ترمنځ په خبرو کې د پرمختګ خبر ورکړی دی.

https://taand.net/%d9%86%d8%a7%d8%af%d8%b1-%d9%86%d8%a7%d8%af%d8%b1%d9%8a-%d9%be%d9%87-%d8%a8%db%8c%d9%86-%d8%a7%d9%84%d8%a7%d9%81%d8%ba%d8%a7%d9%86%d9%8a-%d8%ae%d8%a8%d8%b1%d9%88-%da%a9%db%90-%d8%af-%d9%be%d8%b1%d9%85/

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب