پنجشنبه, اکتوبر 3, 2024
Homeخبرونهنادر نادري په بین الافغاني خبرو کې د پرمختګونو خبر ورکړی

نادر نادري په بین الافغاني خبرو کې د پرمختګونو خبر ورکړی

تاند ( دوشنبه، د سنبلې ۳۱) د افغان حکومت د مذاکراتي ټیم غړي نادر نادري په تازه څرګندونو کې ویلي، چې تېره ورځ یو ځل بیا د طالبانو او افغان حکومت د مذاکراتي ټیمونو ترمنځ د څو ساعتونو لپاره بحثونه شوي دي.

د نادري په خبره دواړو لورو د غونډو پر میکانیزم او تخنیکي اړخ خبرې کړې دي، چې پر ځینو اختلافي مواردو توافق شوی دی او تمه یې ښودلې، چې پر نورو مسایلو هم د نظر یووالی رامنځ ته شي.

د دې تر څنګ د طالبانو د قطر دفتر ویاند ډاکټر نعیم هم وایي، چې دواړو لورو یو ځل بیا د غونډو پر تخنیکي مسایلو خبرې کړې دي او تمه ده، چې پرمختګونه وشي.

طالبانو او افغان پلاوي دواړو په مذاکراتو کې د پرمختګ لپاره هیله مندي ښودلې او د خبرو پر دوام یې ټینګار کړی دی.

https://taand.net/%d8%af-%d8%a7%d9%81%d8%ba%d8%a7%d9%86%d8%b3%d8%aa%d8%a7%d9%86-%d8%af-%d8%af%d9%88%d9%84%d8%aa-%d8%a7%d9%88-%d8%b7%d8%a7%d9%84%d8%a8%d8%a7%d9%86%d9%88-%d9%be%d9%84%d8%a7%d9%88%d9%8a-%d8%af-%d8%b7%d8%b1/

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب