تاند ( دوشنبه، د سنبلې ۳۱) د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په تازه ټویټ کې ویلي، چې په وروستیو ورځو کې د افغانستان په یو شمېر برخو کې تاوتریخوالی ډېر شوی دی.
د خليلزاد په خبره د نښتو او بریدونو له امله ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده او روان تاوتریخوالی د منلو وړ نه دی.
هغه زیاته کړې، چې په دوحه کې د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ مخامخ خبرې روانې دي نو ښه به وي، چې ښکېلې خواوې د تاوتریخوالي د کمولو لپاره ګامونه اوچت کړي.
۳۱) د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی روان تاوتریخوالی خواشینوونکی بولي او وایي اړینه ده، چې ښکېلې خواوې ژر تر ژره تاوتريخوالی کم کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې له یوې اونۍ بحثونو وروسته بیا هم افغان او طالب پلاوي په دوحه کې د طرزالعمل پر سر هوکړې ته نه دي رسېدلي.
https://taand.net/%d8%af-%d8%a7%d9%81%d8%ba%d8%a7%d9%86%d8%b3%d8%aa%d8%a7%d9%86-%d8%af-%d8%af%d9%88%d9%84%d8%aa-%d8%a7%d9%88-%d8%b7%d8%a7%d9%84%d8%a8%d8%a7%d9%86%d9%88-%d9%be%d9%84%d8%a7%d9%88%d9%8a-%d8%af-%d8%b7%d8%b1/