شنبه, مې 18, 2024
Homeخبرونهولسي جرګه: ولسمشر په تېرو څو کلونو کې ۱۰۰ غیرقانوني فرمانونه صادر...

ولسي جرګه: ولسمشر په تېرو څو کلونو کې ۱۰۰ غیرقانوني فرمانونه صادر کړي

تاند (دوشنبه، د سنبلې ۳۱) د ولسي جرګې تفتیش کمیسیون په تازه څرګندونو کې ویلي، چې ولسمشر غني په تېرو څو کلونو کې ۱۰۰ غیر قانوني فرمانونه صادر کړي او اوس هم دا لړۍ دوام لري.

ولسي جرګه وایي نور دا موضوع دوی ته د زغم وړ نه ده او په خبره یې ټول غیرې قانوني فرمانونه یې راټول کړي او ولسي جرګه به یې په عمومي ناسته کې په دې تړاو خپله پریکړه وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ هم د مشرانو جرګې د رايو په اکثريت د نفت او ګازو د تنظیم ادارې په اړه د ولسمشرغني فرمان رد کړ.

د یادې جرګې په خبرپاڼه کې لیکل شوي وو، چې دا پرېکړه یې د ولسمشر د فرمان تر هر اړخیزې ارزونې وروسته کړې ده.

https://taand.net/%d9%85%d8%b4%d8%b1%d8%a7%d9%86%d9%88-%d8%ac%d8%b1%da%ab%db%90-%d8%af-%d9%86%d9%81%d8%aa-%d8%a7%d9%88-%da%ab%d8%a7%d8%b2%d9%88-%d8%af-%d8%aa%d9%86%d8%b8%d9%8a%d9%85-%d8%a7%d8%af%d8%a7%d8%b1%db%90/

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب