جمعه, مې 3, 2024
Home+د «ترک» کلمه د معنا پوهنې له انده

د «ترک» کلمه د معنا پوهنې له انده

ليکوال: ابراهيم قفس اوغلي [1]
ژباړن : سيلانی
د « ترک» کلمه زموږ ډېرو پښتنو شاعرانو پۀ خپلو اشعارو کې کارولې ده، ما هم د یو زده کړیال د پوښتنې پۀ ځواب کې دا لیکنه را وژباړله، هیله ده یو څۀ قناعت یې پرې حاصل شي.
د « ترک » کلمه د يو رسمي دولت د نومونې پۀ توګه د لومړي ځل لۀ پاره د ګوک – ترک ( ۷۴۴-۵۵۲م) د امپراتورۍ پۀ جوړېدو سره را منځته شوه. د ترک ځانګړی نوم د يوې نژادي ټولنې د نومونې لۀ پاره نۀ و رامنځته شوی، بلکې دا يوه سياسي نومونه وه.
د « ترک » کلمه پۀ لومړيو کې د ګوک – ترک د دولت لۀ پاره کارول کېده، چې وروسته همدا نوم د هغو ټولو ترکانو لۀ پاره وکارول شو چې پۀ ياده امپراتورۍ پورې تړلي و. د وخت پۀ تېرېدو سره ياد ویی( کلمه) ټولو ترکباره نسل او وګړو ته وکارول شو او دا کلمه د يوې ملي کلمې پۀ توګه وپېژندل شوه.
د ترک ملت تاريخي لرغونتوب د ژبپوهنې د څېړونکو ځانګړې پاملرنه ځانته را اړولې ده، ترڅو ياده کلمه پۀ تاريخي سرچينو کې وڅېړي. يوه پېړۍ وړاندې څېړونکو د ترک د کلمې پۀ هکله بېلابېل نظريات وړاندې کړي دي. هغه څېړنې چې پۀ دې برخه کې ترسره شوي دي، پايلې يې پۀ دې ډول دي:
[2] تارګيتا؛ چې هرودوت د ختيځو ټبرونو د يوې برخې پۀ توګه ياد کړي دي( هاممه ر، ۱۸۳۲ )، [3]تیرکا یا [4] یورکا؛ چې د ایسکیت[5] پۀ خاوره کې استوګن وو.(توماشچک، ۱۸۸۷)، تورګارما[6]: نوه یافسس چې نوم يې پۀ تورات کې ياد شوی دی.(هاممه ر، ‍۱۸۳۲)، تروکۀا[7] یا تروشکا[8]: چې يادو نومونو سره د هند پۀ پخوانيو سرچينو کې مخامخ کېږو. ( سن مارتین، ۱۸۹۹ و مارګریت، ۱۹۰۱)، تراک[9] ( اردمن، ۱۸۶۲)، تروک کو[10] : چې نومونه يې د آسيا پۀ ميخي متونو کې ثب دي. ( کوشای، ۱۹۵۵) تیک[11]یا دي[12]؛ چې خوا و شا زر کالۀ مخکې لۀ ميلاد څخه پۀ چيني سرچينو کې يې يادونه شوې ده. ( دوګروت، ۱۹۲۱) ځينو څېړونکو حتا ترواها[13]:د ترکي اقوامو پۀ ډله کې شمېرلي دي.
څېړونکو د زند – اوستا پۀ رواياتو کې چې ایراني منشا لري او همدارنګه پۀ اسلامي سرچينو کې د يادې کلمې د شتون يادونه کړې ده. همدارنګه پۀ تورات کې چې يهودي منشا لري، د ترک نوم پسې ډېر ګرځېدلي دي او هڅه يې کړې ده، چې ترک نوه نوح ( د يافس زوی) او تورج (تور) شاه فريدون زوی چې پۀ ايراني رواياتو کې يې يادونه شوې ده، دهغو اقوامو برخه وګڼي چې د ترک نوم يې درلوده.
داچې ترکان ډېره اوږده مخينه لري، حتا تر دې چې افراسياب ( تونغاآلپ يا آلپ ارتونغای ) د ترکانو دپوځ لوی قوماندان د ایران – توران پۀ جګړو کې برخه اخيستې ده. مګر د لوغونپوهنې وروستۍ کندنې او هغه تاريخي – فرهنګي څېړنې چې پۀ دې وروستيو کې ترسره شوي دي، پورته يادې شوې فرصيې ردوي. سربېره پر دې د معنا پوهنې لۀ اړخه د يادو فرضيو صحت ثابته شوي نۀ دي.
د ترک کلمې څېړنو ته پۀ کتو داسې انګېرل کیږي چې دا کلمه بايد لۀ ميلاد څخه مخکې د اوس پۀ شان پۀ يوې څپې سره ويل شوې وی، دا پۀ داسې حال کې ده چې د ترک کلمې یوه څپيزه بڼه د ګوک ترک د واکمنۍ کې رامنځته شوه او د اورهون پۀ کتیبه کې هم ثبت شوې ده. پۀ یادو کتبو کې د ترک ویی غالبآ د تروک پۀ بڼه ليدل کيږي.
پۀ چينايي ژبه کې د « ترک» ویی دوه څپيز يا دوه څپې لري . پۀ چينايي ژبه کې د « ر » غږ نشته. وروستۍ څېړنې ښيي چې د ترک ويی مخکې لۀ ۸-۶ م پېړۍ څخه دوه څپيز و او د تروک ( Törük) پۀ بڼه کارول کېده.
سربېره پر دې د ترکانو د ټبر او هغه سيمې چې د نوم لۀ پلوه د ترک لۀ کلمې سره ورته والی لري، هېڅ ډول توکميز، ژبنيز، اقتصادي او داسې نورې اړيکې موجودې نۀ دي.
پۀ بېلابېلو سرچينو کې چې د « ترک » ويي پۀ هکله څېړنې تر سره شوي دي چې لاندې معناوې ورکوي.
· ( türk ) küe – t,m = خپل ( خپلۀ خولۍ)
· ( türk ) trk= متروک
· ( türk ) = د پوخ والي دور
· Takye = هغه څوک چې د سيد غاړې ته ژوند کوي؛ جذبول
وامبري ( ۱۸۷۹ م ) کال پۀ تېره پېړۍ کې لومړنی علمي ګام پورته کړ او ويې ويل چې د « ترک » ویی د «Türemek» (توليدېدل) څخه را منځته شوی دی. دنی ( ۱۹۳۹ ) چې يو بل ژبپوه دی، هم ددې نظرې ملاتړ کوي. ضيا ګوکالپ ( ۱۹۲۳ ) وايي چې د « ترک » ويی د türell ( د قانون او نظام څښتن ) څخه را منځته شوی دی. بار تولد (۱۹۲۷) هم دې ورته نظر لري.
دوئرفر( ۱۹۶۵ ) سربېره پر دې چې پۀ دې عقیده نۀ دی چې د ترک کلمه د türk < türük< törük څخه خپره شوې ده، ددې ترڅنګ هغه د يوې قبيلې نوم هم نۀ ګڼي. د هغۀ پۀ آند د türk ویی چې د اورهون پۀ کتيبه کې ليدل کيږي هغه دا ډول ( هغه جماعت چې د دولت اصلي ملت جوړوي) معنا ورکوي. مګر کوم سند چې پۀ ۱۹۱۱م کال خپور شو، دا یې پۀ ډاګه کړه چې د « ترک» ویی د جنس نوم دی، چې د زور او ځواک معنا ورکوي او د ستاينوم پۀ بڼه يې معنا ځواکمند او زواکی دی.
لوکک ( ۱۹۱۲ ): ګروهمن دی چې د ترک کومه کلمه چې دلته يې يادونه وشوه، د ترک لۀ هغۀ کلمې سره چې د ملت معنا ورکوي، يوه ده. دا نظريه د ګوک – ترک کتیبې کاشف توماس ( ۱۹۱۲ ) هم مني.
د نمث ( ۱۹۲۷ ) څېړنې يادې نظرې ته قطعیت ورکوي او وايي چې د ترک ويي ته د معنا پوهنې لۀ آنده دغه مفاهيم (شکل جوړونه، څرګندېدل، پراخېدل، ډېر پرمختګ ، ځواک په ترتيب سره د کارونې وړ دي.
د چينايي سرچينې پر بنسټ د ترک کلمه د هغې قبيلې نوم دی، چې د آشنا منتسب لویه کورنۍ هغو پورې اړه لري. د ازمنه لرغونی متن چې ( ۴۲۰ م ) کال پورې اړه لري، ښيي چې چې د ترک ویی د جنس نوم پۀ توګه پۀ ترکي ژبه کې موجود و او د آلتايلي ( توراني، ماورا سیحونی ) قبيلو ته کارول کېدې، چې وروسته د ۵۱۵ م کال پۀ پېښو کې د ترک هون پۀ بڼه کارول شوې ده.
د « ترک » کلمه د يو رسمي دولت د نومونې پۀ توګه د لومړي ځل لۀ پاره د ګوک – ترک ( ۷۴۴-۵۵۲م) د امپراتورۍ پۀ جوړېدو سره را منځته شوه. د ترک ځانګړی نوم د يوې نژادي ټولنې د نومونې لۀ پاره نه وه رامنځته شوې، بلکې دا يوه سياسي نومونه وه. د « ترک » کلمه پۀ لومړيو کې د ګوک – ترک د دولت لۀ پاره کارول کېده، چې وروسته همدا نوم د هغو ټولو ترکانو لۀ پاره وکارول شو چې پۀ ياده امپراتورۍ پورې تړلي و. د وخت پۀ تېرېدو سره ياد ویی ټولو ترکباره نسل او وګړو ته وکارول شو او دا کلمه د يوې ملي کلمې پۀ توګه وپېژندل شوه.
د ترک ویی دلومړي ځل لۀ پاره د يو ملت او دولت د نوم پۀ توګه د چينايي « چو » کورنۍ پۀ کلنۍ کې پۀ(۵۵۷-۵۷۹ ) کال خپره شوه. پۀ غربي نړۍ کې د بیزانسي مؤرخ اګاتیاس ( ۵۸۲) پۀ اثارو کې، پۀ عربي نړۍ کې د جاهليت د دور شاعر ( نابغه الذبیانی ) پۀ اشعارو کې او پۀ سلاوي ژبو کې پۀ ۱۳م پېړۍ کې د ( نخستین شرح وقایع روسي) پۀ اثر کې ليدل کيږي.
د « ترکيه » کلمې سره د جغرافیايي نوم پۀ توګه د لومړي ځل لۀ پاره پۀ بیزانسي منابعو کې مخ کېږو. پۀ څلورمه پېړۍ کې د « ترکیه» ویی يوازې د منځنۍ آسيا لۀ پاره کارول کېده ( مناندروس ). پۀ ۹ او ۱۰ پېړۍ کې دا نوم هغو سيمو ته ورګډيږي چې لۀ ولګا څخه تر اروپا پورې غځېدلې وې. ( ترکيه شرقي: کشور خزرخا؛ ترکیه غربی: کشور مجارها). پۀ ۱۳ پېړۍ کې د ترکيې دولت د جوړېدو پر مهال مصر او سوريه هم د ترکيې پۀ نامه يادېده. کوچنۍ آسيا لۀ ۱۲ پېړۍ وروسته د ترکیه ( turcla ) پۀ نامۀ يادېده.
سرچينې
1. Gy.moravcsik, byzantinische Humanisten über den türk volksnamen, s, 381 vd.
2. تاريخ طبری، تاریح مسعودی، کامل ابن اثیر و ضمآ نګاه کنید به: دایرته المعارف اسلام ( ماده توران )
3. Bk.gy.nemeth, der volksname türk, s. 275-282.
4. نظرات مختلفی در خصوص تلفظ اين واژه وجود دارد.
Türküt ( p.pelliot, 1915, 1926); türkit ( a. v.gabain, 1943, 1955); türk üz (p.a.bood, berg, 1951, 1962); türk ( g. Doerfer, 1965). Turkyı (j. Harmatta, 1972)
باتوجه به اینکۀ واژه از سغدی وارد چینی شده « t » آخری ارتباطی با زبان مفولی ندارد.
(twrky, çogul twrkyt = turkit, turkid)
نګاه کنید
j. harmattan acta Orientalia, xxv, s263 vd.273.
5. L. bazin, notes sur les mots. Oguz et. Türk. S.315-322
6. برای اګاهی از منابع چينی نګا کنيد به :
Liu mau-tsar, die chinesischen nachrichten zur geschichte der ost-türken, I,s.40.
7. نګاه کنيد به :
Ibn’ul-fakih, BGA. V. S.224, gerdizi,bk ksz.ll,s.2
8. Kasgarh mahmud , DLT, 1,S.351
9. Gy.nemeth
10. BK.f.w.k.müller, uigurica, 11.s.10.97.
در سایر منابع اویغور ( r.r.arat, eski turk siiri, s. 388) در قوتاد قوبیلیغ ( ) جلد سوم ص۴۸۱ )، و در dlt ( حلد اول،ص ۳۵۳) رابطه معنا یی کۀ داده شده با « زور- نیرو » کاملآ اشکار است.
11. Ein manichaischer burch- fragment aus chotscho.s.151
12. Gy. Nemeth, ayn esr.s 278 ayn. Muell. A turk nepnev ,s.273; a. v gabain, hunnisch- türkische beziehıngenö s. 18, g. doerter, türkısche und mongolische elemente im neupersischen,11. 1965, s.438-495
13.
ریفرینسونه
[1] دکتر ابراهیم فقس اوغلی مؤلف کتاب türk mili kultoro( فرهنګ ملی ترک) است. مقالۀ حاضر ار چاپ بنجم این کتاب ترجمه شده است.
[2] targita
[3] tyrkae
[4] yurkae
[5] Iskit
[6] togharma
[7] turukha
[8] turuska
[9] thrak
[10] turukku
[11] tik
[12] di
[13] Troia

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب