شنبه, مې 18, 2024
Homeخبرونهد افغانستان د سفارت د دېوال په جوړېدو کې ښکېل مفسدین لا...

د افغانستان د سفارت د دېوال په جوړېدو کې ښکېل مفسدین لا هم نه دي نیول شوي

تاند، پنجشنبه د سنبلې ۲۷مه: مشرانو جرګې د روان کال په سرطان میاشت کې د ولسمشر د دوو سلاکارانو په ګډون څلور تنه له دې امله څارنوالۍ ته معرفي کړل چې په متحده ایالاتو کې یې د افغانستان د سفارت د دېوال د جوړېدلو په پروژه کې پراخ فساد کړی دی.

د راپورونو له مخې، د سفارت د یوه دېوال په جوړېدلو باندې ۱.۸ میلیونه ډالر لګېدلي دي.

یاده موضوع د مشرانو جرګې د نړیوالو چارو کمیسیون هم تایید کړې ده، او ویلي یې دي چې په متحده ایالاتو کې د افغانستان د سفارت د دېوال په رغولو کې پراخ فساد شوی دی.

لویې څارنوالۍ ته په معرفي شویو کسانو کې د متحده ایالاتو لپاره د افغانستان د اسلامي جمهوریت سفیره رویا رحماني، پخوانی د مالیې وزیر همایون قیومي، شاد محمد څرګند او یما نظام شامل دي چې په رسمي توګه یې د عدلي تعقیب غوښتنه شوې وه.

https://taand.net/%d8%a7%d9%85%d8%b1%db%8c%da%a9%d8%a7-%da%a9%db%90-%d8%af-%d8%a7%d9%81%d8%ba%d8%a7%d9%86-%d8%b3%d9%81%d8%a7%d8%b1%d8%aa-%d9%be%d9%87-%d8%aa%da%93%d8%a7%d9%88-%d8%af-%d8%b4%d9%88%d9%8a-%d9%81%d8%b3/

یو شمېر سرچینو رسنیو ته ویلي چې په حکومت کې ځینې موجود او پخواني چارواکي غواړي چې د شخصي اړیکو پر بنسټ مېرمن رحماني له محاکمه کېدلو څخه وژغوري.

په دغه فساد تورن کسان تر ډېرو نیوکو وروسته لوی څارنوالۍ ته معرفي شول، خو دا چې دوی په حکومت کې ملاتړي لري لا هم ازاد ګرځي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب