جمعه, نوومبر 22, 2024
Homeخبرونهطالبان د ۵ کلیدي وزارتونو غوښتونکي دي

طالبان د ۵ کلیدي وزارتونو غوښتونکي دي

تاند(پنجشنبه، د سنبلې ۲۷) که څه هم طالبان رسماً وايي چې د واک په لټه کې نه دي او یوازې د بهرنیو پوځیانو د وتلو او اسلامي نظام غوښتونکي دي خو لوېدیځې رسنۍ وايي چې طالبان د ۵ کلیدي وزارتونو غوښتنه لري.

د طالبانو د مرکچي پلاوي مرستیال عباس ستانکزي سي بي ایس نیوز ته ویلي«نړیواله ټولنه باید زموږ له درکه اندېښنه ونه لري. دا ځل به موږ نړیوالو قوانینو ته د درناوي په برخه کې مسوولیت منونکي یوو.»

د طالبانو د مرکچي پلاوي یوه بل غړي، چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، وویل «باید په نظام کې موږ ته د پام وړ برخه راکړل شي.»

د ده اشاره دې ته وه چې لږترلږه ۵ کلیدي وزارتونه دې طالبانو ته ورکړل شي او دغه راز دې وسله وال طالبان د افغانستان په امنیتي ځواکونو کې شامل کړل شي.

ده دا هم وویل «یو داسې اسلامي حکومت دې جوړ شي چې ټولو افغانانو ته د منلو وي.»

دوی دغه راز ویلي چې د ښځو له تعلیم او د وزارت تر چوکۍ پورې د ښځو د کار مخالف نه دي خو له صدارت او ولسمشرۍ سره یې اختلاف لري.

په همدې حال کې په قطر کې مرکچیانو تاند ته ویلي چې طالبان لا هم اوربند ته حاضر نه ښکاري. دوی وايي که څه هم دا مسله به هغه مهال څرګنده شي چې د دواړو خواوو رسمي خبرې پیل شي خو تر دې دمه د طالبانو استازي وايي چې لومړی دې پر راتلونکي نظام خبرې وشي.

د طالبانو د قطر د دفتر ویندوی محمدنعیم وردک د پنجشنبې په ورځ رسنیو ته وویل چې دوی تاوتریخوالی کم کړی دی خو حکومت تهاجمي عملیات درولي نه دي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره شپه د ننګرهار په درو ولسوالیو کې د طالبانو په بریدونو کې د دواړو خواوو لږترلږه ۶۰ وسله وال وژل شوي دي.

د سیمې اوسېدونکي وايي چې دا له ډېرې مودې وروسته د دواړو خواوو ترمنځ تر ټولو خونړۍ نښتې وې.

سره له دې چې د شنبې په ورځ په قطر کې د سولې خبرې پیل شوې خو لا هم دواړه خواوې نه دي توانېدلي چې د رسمي خبرواترو لپاره طرزالعمل او اجنډا جوړه کړي.

10 COMMENTS

  1. تالیبان باید تعهد ورکړی چه د پاکستان د ګټو لپاره به هیځ نوعه فعالیت نه کوی
    هسی نه لکه راکتیار شپه او ورځ د پاکستان لپاره مبارزه کوی
    دپاکستان استخباراتی فعالیت به نه کوی او داسی نور مننه

  2. دتامیان او د غرب مزدور نظام دی تعهد وکی چه نور د CIAاو امریکا غلامی نکوی. نو بیا به ملت دوی وبخشی خو حساب او کتاب به دی مفاسدو سره وشی

  3. د مسلمان او انسان او افغان د ( ناحق) قتل د جرم ګناه هیڅکله له منځه تلونکی نه ده بناً د بی ګناه انسان قاتلین
    ( هر څوک چی وی ) ځانو ته برائت نه سی ورکولای او نه بل څوک ور ته برائت ورکولای سی.
    امّا
    د طالب پلاس د بی ګناه انسانانو وژنه به ( چی متأسفانه همدا نن هم دوام لری ) د طالب د جرم حجم او وزن ځکه پراخ او دروند کړای سی چی طالب ځان د آزادی! فرشته او د دین وارث ګڼی.

  4. ښاغلي احمد سلام،
    تاسو هم د غرب او پنجاب مزدوران ياسته دا تاسوته په قطر کي په پنځه ستورو هټلو کي د شپي او چړچو ډالر څوک در کوي.
    پاسپورت مو دپنجاب ده په هغه سپري کوي او د امريکايانو په مليونونو ډالره باندي هلته په قطر چړچي وهي.
    وايي ميږي ټوپ وا چاوه لم يي پورته شو ، اوزي پري ناره کړه چه ميږي کو…….د شکاره شوه ميږي مخ ورته راوړل چه ستا خو تل لکی پورته وي

  5. دواړه جانبه سولي ته غاړه کيږدئ اولس مو بدخته کړه دخداي ويره خو يوه جانب سره هم نشته

  6. کچرى یپنځه وزارتونو سره طالبان خبره جوړيږى نو فکر کوم مشکل هومره غټ نښکارى ونډه په حکومت او نظام کى بايد ولرى.

  7. اوس په افغانستان کى دا بل راوج چى څوک مرور يا خفه شى نو دپخلاينى لپاره بياوزارتونه غواړى ولى دا ولس به سه کوى طالبانو چى څو لسزي دا ولس مړ ياووژنه دهغه حساب يي ورکړى چى اوس وزارتونه عواړى دوى لږ فکرکړى دى که هوايي خبرى کوى

  8. هرڅوک چی منفی نظرونه ورکوی هغه دسولی دوشمن دی که دافغان وژنه دحکومت هدف وی نو دلومړی معاون صالح اودوهم معاون دانش علیفور ملیشی چی روزمره دپښتانوکوچیانوقتل اوقتال یی شروع کړی کورونه یی ورته ورانوی هیڅوک دهغوی نومونه نه اخلی

  9. دوی خو که جګړه کوله بهانه یی دا وه چی دلته اشغال دی نو اوس خو دخپل مسلمان ورور سره جهاد اعلانوی او دکفر سره سوله زه نه پوهیږم چی دا څنګه مسلمانان ځانته وایی راشی نور افغان وژنه بس کړی او سوله وکړی چی دا سلويښت کلنه جګړه نور پای ومومی دسولی په ارمان یو

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب