عبدالوحید وحید
د حکومت او طالبانو په ارادو او کړنو باندي له ملاحظو سره سره سولې ته هيله من يم او د حکومتي اړخ په نسبت د طالبانو تعهد، د مذاکراتي پلاوى جوړښت او څرګندونې ښې ګڼم، خو په قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر وياند له يوه تلويزوني چينل سره په خبرو کې اوربند ته د جګړې په لاملونو باندي د بحث او هوکړې کولو شرط وړاندې کولو باندي نيوکه لرم. زه په اوسنۍ زماني مقطع کې دا شرط سولې ته د رسيدو لپاره ګټور نه بولم.
د جګړو په لاملونو باندي بحث موږ له اصلي مسير څخه د انحراف خواته بيايي. د ولس غوښتنه او زموږ موخه د جګړې د لاملونو څيړل نه، بلکې د جګړو ختمول دي. د لاملونو څيړل به ستونزې را وپاروي. له هرې ډلې سره خپل خپل تعبير شته چې له بل لوري سره توپیر لري. جګړه که هرڅومره پيچلې وي خو ختمول اړين دي.
دا خبره پريږدو چې د انسان فطري حالت جګړو ته لاره هواروي، که انساني غرور، ځان غوښتنه، د سرچينو کموالئ او که د واک حرص د جګړو لامل ګرزي؟ په معتقداتو باندي تيرى يې لامل ګرځي، که لوږه. د جګړه لاملونه سقراط په ښه توګه راپيژني، که ارسطو؟
د جګړو د لاملونو پرځاى به بهتره وي چې د جګړو په ناخوالو او بوږنونکو اغيزو باندې خبرې وکړو.
زمونږ په هیواد کې د جګړو له امله سلګونو زره کونډې يتيمان او معيوبين ژوند کوي. فقر او بې کاري زمونږ په ولسونو باندي اروايي اغيزې غورځولي دي. دغو اروايي اغېزو تر نورو ورهاخوا د ځوانانو په فکري وړتیاو کې یو ډول ناارامي رامنځته کړې ده. نا امني په مستقیم ډول د انسان پر ذهن منفي تاثیرات غورځوي. نتيجتاً انسان دخپلو شخصي او ټولنیزو موخو په اړه پرېکړه نشى کولای او هرڅه ته د شک په سترګه ګوري. ځوانان مو د انتقام اخيستلو په رواني رنځونو اخته دي. ځينې ځوانان مو د بيوزلي له امله د هیواد پريښودلو ته اړ ايستل شوي او په ستونځو کې نښتي دي. ځينې نور بيا د بيکاري له امله په نشه يي توکو روږدي شول او هغه ځوانان چې نسبتاً د زده کړو او کار فرصتونه ورته برابر دي، دمادي بخل تر اغيزو لاندي دي. عاطفه یې يوازې ترخپل ځان پوري رامحدوده کړې او تر هر څه ورته خپل ځان اهميت لري.
که ملي اړتیاوې وارزوو، نو په کار داوه چې حکومت دځوانانو د استعداد او وړتیا د کچې په لوړوالي باندي کار کړئ واى خو متآسفانه چې حکومت په معکوس ډول د هغوى استعدادونه وژنې. په لوړو زده کړو سمبال ځوانان چې له ډيرو ستونځو وروسته يې دغه بريا ترلاسه کړې ده، په داسې دندو وګمارل شي چې مسلک سره يې هيڅ ډول تړاو نه لري.
ولسمشر د پوره کولو له محاسبې ژمني کوي. ځمکني حقائق تحريفوي. نمايشي ناستې کوي، خو په عمل کې هيڅ نه وي. وعدې باد وړي او هیڅ اثریې نه پاتیږي. په دولتي امتیازاتو کې بشپړه بې عدالتي روانه ده. مشران د خپلو دفترونو رنګ، روغن، ميز او چوکئ، کوچونه او فرش د خليج د کوم بډایه هيواد په شان، په ديوالو باندې لګيدلي انځورونه لکه د انځوريزې ګالري په شان، دريشي، بوټونه، نيکټايي د مايکل جکسن غونډې، د کاري ميز ترشا ننداره ايز کتابتون د کوم پروفيسور او فيلسوف غونډې، باډي ګاردان د ټرمپ د ګاردانو په شان ګوته په ماشه، د موټرانو کتارونه د سعودي د پاچا غوندې، خو لاهم نه پوهېږي چې هغوى د نړئ تر ټولو ناکام سياستوال، د داسې هيواد واکمن دي چې د نړيوالو په اوږو بار، په فساد کې ککړ او 54% ولس يې د فقر له پولې لاندې ژوند کوي. دغه ډول مشرانو ته د خپلو چاپلوسانو لخوا ويل کېږي چې ولس ټول د واک په ګدئ باندې ستاسو پاتې کيدل غواړي. د حقونو د خونديتوب په چيغو او شعارونو به ملت ټول درپسې ودريږي. لکه څنګه مو چې په ټاکنو کې بريا ستا په برخه ثبت کړه، همدغه شان راتلونکې کارونه هم کوو.
د مشرانو وجدانونه ويده او مرموزو کړيو محاصره کړي دي. نه پريږدي چې څوک د هغوى ويده وجدانونه د ويښولو هڅه وکړي او يا هم په زغرده ورته ووايي چې سياسي بريا د ولس په غولولو او په جګړو کې په وژلو نه، بلکه د هغوى د دردونو او ستونځو په کمولو او هغوى ته د سوکاله ژوند په برابرولو کې نغښتئ ده.
د واک په نشه مستو مجنونانو هغه تور سرې خورکئ نه ده ليدلي چې د شاه شهید په انفجار کې يې خاوند او دوه بچيان وژل شوي، کور يې کنډواله شوئ او د کنډواله کور په خاورو ناسته د هغې پرښتې انتظار کاوه چې کور ته يې د پناه ورکولو په موخه بوزي؟
هغوى د هغه ځوان د نيمګړيو ارمانونو په هکله هم فکر نه ده کړئ چا چې د جګړې په سنګر کې د ژوند په اخري شيبو کې د خپل مرګ په تړاو انديښنه نه درلوده، خو خپلې ميرمنې ته په تليفون کې وايي چې زما غم وه کوه، خو خپل عزت او عفت وساته. هغوى د کابل په لارو کوڅو ګلدانونو او له پلونو لاندې پراته هغه ځوانان نه دي ليدلي چې د جګړو او بيکارئ له امله يې نشو ته مخه کړي او د ډيرو فاميلونه بي سرپرسته پاتې دي.
زمونږ په هیواد کې کمونيزم زمونږ کمونستانو نيست او نابود کړ، جهاد مو ځينو جهادي مشرانو د واک په سر د جګړو له امله بدنام کړ، اسلام هغو خلکو ولس او نړئ ته د تاوتریخوالي دين وروپيژانده چا چې د داسلامي نظام د پلئ کولو لپاره د مبارزې دعوه کوله او د اوسنئ تنکئ ديموکراسي بنسټونه د ديموکراسي د دښمنانو لخوا نه، بلکې په لوړو پوستونو باندې ناستو هغو ديموکراتانو وران کړ چې په اخلاقي، اداري او مالي فساد کې تر ستوني پورې ککړ دي.
اوس د سولې وخت را رسيدلئ ده. اوس په نړيواله او سيمه ايزه کچه زمونږ په هیواد کې د سولې لپاره نسبتاً همغږي شتون لري. په يو او بل نوم باندي بانې پلمې او سرې کرښې راکاږل نه غواړو. د کابل ښار د غلو وحشتونو په سر اخيستئ ده، په رڼا ورځ وسلوال بريدونه، غلاوې، اختطاف او هدفي وژنې کيږې، پراخ مالي او ادارې فساد د ولس ژوند ګواښي، اخلاقي فساد ته لاره هواريږي، د چسپکي ماينونو له ډاره څوک موټر نشي درولاى. په لوړو پوستونو باندې د څو سوه ښځو او د څو ځوانانو ګمارل د هغوى حقونه ګڼو او د کابل په څنډو کې هره ورځ د سختو ناامنیو شاهدان يو، خو حکومت سوله مفته غواړي.
په جګړه کې د عام ولس زامن وژل کيږي خو په سوله کې د جګړو د قومندانانو واکونه امتیازات زيان ويني. په جګړه کې مشران ګټه پورته کوي خو په سوله کې ولس بريا ترلاسه کوي. په جګړو کې د وژل شويو تابوتونه د عام ولس کور ته ځي خو کريډيټ يې قومندان اخلي. د جګړو له امله د کونډو يتيمانو او معيوبينو بوج ته ولس اوږه ورکوي خو معامله ورباندې د جګړو مشران کوي او تر ټولو مهمه دا ده چې جګړه له ولس څخه د سرونو او سوله د جګړې له اعلى قومندانانو څخه د واک قرباني غواړي.
د يوه پياوړي اسلامي نظام په نفاذ غوړيدلي اقتصاد هرډول کورني او بهرني ګواښ ته ځواب ويونکئ مسلکي اوردو او له نړيوالو سره د برابري او متقابل احترام ولاړو اړيکو په درلودلو، د ښځو په زده کړو او په خوندي ماحول کې د هغوى په کار کولو کې طالبان حکومت او ولس په يوه صفحه کې قرار لري.
البته ستونځې هغه مهال زياتيږي چې د سرو کرښو نوملړ اوږد شي؛
په جمهوريت سودا نشي کيداى!
په اساسي قانون باندې معامله نشي کيداى!
د ښځو په حقونو خو د چا پلار هم معامله نشي کولاى!
د تيرو دوو لسیزو په لاسته راوړنو خو د چا نيکه هم معامله نشي کولاى!
د نجيب د استعفأ مې اوريدلي دي. هغه غلطي نه تکراروم!
زما تر مشرتوب لاندې د طالبانو ادغام ته تيار يم.
تحميلي سوله نه منم!
موقت حکومت رامنځته کول خطرناکې پايلې لري.
همدغه شان که طالبان ووايي چې په اسلامي امارت باندې معامله نشي کيداى. د اميرالمؤمنين په صفت د مولوي هبتالله ټاکل سره کرښه ده. مګر که الهي احکامو ته مخ کړو، د ولس غوښتنې ومنو، د يو بل د زغملو او له يو بل سره په امن او سوله کې د ژوند کولو هنر زده کړو انعطاف او تيريدل وکړو نو سوله راتلاى شي.
دواړو خواو ته وايو چې که ستاسو په پورتنيو سرو کرښو معامله نه کيږې نو زمونږ په سرونو هم معامله مه کوئ. دا هره ورځ چې وژل کيږي ستاسو مالونه نه بلکې ددغه هېواد بچيان دي.
کابل افغانستان
سلام
داستکبار او استعمار دجا لان ستا په نیوکه ښه پوهیږی ،تا دکړکېچو نو پېچلی او نامعلوم پاسیف جهتونه ډېر ښه حلاجی کړی .هغوی اوری ، وینی او عملا متوجه دی چې ستا وینا کې اخلاص او صداقت ،عدالت او انصاف شته . د ملی او اسلامی مصالحو پر بنا یوه بشړه ولاړه طرحه ده .ما د قطر د غونډې د میزنو پر سر نومونه وشمېرل تقریبا د ۴۲-۴۵ کسانوپورې رسېدل . اوس که په سیاسی لحاظ په لومړی سرکې دافغانستان ملی اواسلامی زعامت ته وګورو ،او له هغه څخه وروسته به سیاسی لحاظ دبین الافغانی په نوم خبرو قلمرو او اهمیت ته او ورپسې د امریګا ء دوګانه تګلاری توافق ته په کتو سره ایا ددغوکسانو سابقې،پوهې، او کاری تجربې د اندېښنې او تجزیې وړ نه دی ؟ما په هېڅ رسنی کې له هېڅ افغان څخه د خپلې سهوې ،خطا ،ګناه او جنایت په دې څو لسیزو کې اورېدلی نه دی چې ولس نه یې «عفو ا »غوښتی وی ! برخلاف حتی لویو جنایت کارانو ته دتحسین مدالونه ، شهید او مارشال القاب ورکړل شول او ځینې یې لا اوس هم د سیاستوالو په نو م چڼې وهی او ځان هم نه پوه کوی تاسې دامر الله شخصیت او معاونیت………..دخوارې دموکراسۍ مشت نمونه خروار ته ګوری . زموږ ولس کې اصلا دخاین او جنایت کار مخرج له بې ګناه اوچت ګڼل کیږی او دغه فرهنګ هېڅ بدلون نه مومی ځکه چې سرکې یې استکبار او استعمار ولاړ دی او دشخصی پروژو اوږدې پا ندېمیک کرونایی ګټې مطرح دی.
مننه جناب ع. شريف زاد صاحب محترمه!
زه ستاسو له دريز سره په بشپړه توګه موافق يم. څپاند امواج وينم، توپان وينم، ماته او سورئ کشتئ ته مې پام ده د ملاح نيمګړتياوې راته معلوميږي او د خپلي بيوسي او بي کسي احساس مې ژړوي. کاش چې د دغه ملت او هیواد د روښانه راتلونکي په موخه مې ډير څه کولاى شواى کاش د خپل مظلوم ولس د اوښکو سمندر مې په خپله سينه کې ځايولاى شواى.
مګر تاسو راته وواياست چې له ليکلو او خبرو پرته نور څه کولاى شم؟
انشاالله چې مونږ محکوم ولس به په خپلو چيغو باندي يوه ورځ حتماً دغه ويده وجدانونه را ويښ کړو او يا خو هغوى هم په ارامه توګه زمونږ د ملت د وينو څکلو ته نه پريږدو.
بس يوازنئ غوښتنه مې داده چې ناهيلي ته کوو!
مننه وروره.
سلامونه،
ورور ع.الوحید صیب او ع. شریفزاد ساب په قلم او ګوتو مو برکات!
زه تر ټولو زیات د امریکې دا ۴ مخي سیاستونو ته حیران یم!.
۱-دروس او چین سره سیستماتیکه او ذاتی دشمنئ لري مګر بیا د هغوی له لاسوهنو څخه د امریکا په انتخباتو او ټولنیزو رسنیو کې سر ټکوي! مانا داچې هغوی له دوی قویتره دي!!
۲-پخوا ېې د ډیموکراټیک افغانستان پر ضد مجاهدین د پوکسټین له لیارې تقویه کول ، خو بیا ېې آخر کې خپلو منځو اڼډ وخر ته پریښودل تر څو طالبان راغلل !مګر صرف پاکسټین، دوبی او سعودي باندې ېې یو څه وخت وپیزاندل
۳- د بن لادن او ۹/۱۱ په ډرامه ېې خپل زاړه ،وراسته برجونه ونړول ، مګر بیرته ېې هماهغه شړلي شر او فساد تش په نامه مجاهدین او د وارلړډانو ډلو بنادې طالبان چپه کړل
۴-تش په نامه ډیموکراسي، حقوق بشر او داسې نورو غولوونکو او عوام فریبانه شعارونو باندې ېې افغانان ڼني حال ته راوستل
۵- اوس بېرته خدای نه جار شم همهاغه طالبانو ته احتیاج شول چې دوی ته د بیني ې خمیري په ایښودلو ، له افغانستانه پښې سپکې کړي؛
۶- خو تر ټولو غټ منافقتونه ېې دا دي چې د هاګ بین الملی محکمې څارنوالانو باندې بڼدیزونه لګوي چې د دوی او ګوډاګیانو جنایتونه ېې وڅیړي ( دزد سر خود پر داره!). ۷- داچې ټرمپ صرف امریکا غواړي او د ټولو بین المللی تړونونو څخه اووځي دا ېې بله بیشرمي .
اوس په لڼډ ډول پای کې دا پوشتنه له دولت او طالبانو ټحریک څخه کوم: آیا تاسو د ۴ مخې امریکې یا ۵ مخي پڼټاګون په تړونونو او معاهدو اعتبار لرئ؟ . د پورته ۷ دلایلو او تجربو په کتلو خو دوی صرف د ټویټ او ویتو خلک دي ، نه د ملګرتیا او دوستۍ. مڼنه.
دولت او طالبان دواړه تر اوسه پوری پدی سر نده خلاص چی امریکا او برتانیه او همدارنګه روسیه زموږ تاریخی او مذهبی او د بیارغونی کلک دښمنان دی ځکه پدی ۴۰ کلنی جګړی کی دوی ځانګړی جنګی ډلی سره مالی مرسته غیرمستقیم کړی او کوی یی
مګر همدا پرون پوری مجاهدینو له امریکا او پآکستان څخه مننه کوله او همدارنګه ننی هزاره وروڼه چی سپاه پاسدارانو خدمت ګار دی همدی جهاد او مقاومت وخت کی یی د امریکا او ایران مرستی اخیستلی او د نجیب الله دولت پر ضد جنګیدل چی هماغه دوست امریکا نن ورته داعش پیدا کړل او په ډول ډول نمونو یی وژنی
تاسی وګوری چی داکتر نجیب الله د پآکستان او برتانیه او امریکا ضد شخص وو د مجاهدینو بریا وخت کی خپلو مخالفینو یعنی مجاهدینو ونه واژه مګر همدی طالبانو د پآکستان ، برتانیه او امریکا د خوشحالی لپاره وکړل
مګر نن له همغه ایران او روسیی سره ګرمی اړیکی پالی چی تر پرونه پوری د یونیم میلیون افغانان قاتلین وو او نن یی بیا د همغو مجاهدینو پشمول جوړ شوی حکومت پر ضد د روسی او ایران وسله واخیسته او خپل افغانان د روسیی او ایران او پآکستان او برتانیه او امریکا د وسلو د فابریکو د فعال ساتلو لپآره ووژل او دوام ورکوی
یوه ډیر جالبه خبره چی را په یاد هغه دا چی که د تاسی په یاد وی همدی طالبانو دری یا دوه کاله مخکی بی لدی چی دولت یا امریکا سره د سولی تړون لاسلیک کړی دری ورځنی د کمکی اختر په ورځو کی اوربند وکړ
او له همدی امنیتی ځواکونو سره چی د جمهوریت تر چوکاټ لاندی دندی تر سره کوی ژړا ګانی وکړی او شیریخ یی وخوړل او لونګی ګانی واخیستی مګر تر نن پوری یو ژونالیست او لیکوال ددی په اړه تری پوښتنه ونکړه چی تاسی ته چا هدایت وکړ چی اوربند وکړی او امنیتی ځواکونو سره یو ځای ناستی وکړی او تصویرونو واخلی او آزادی رسانیو کی خپل تصویرونه پورته کړی درحالیکه هغه وخت کی امریکا له افغان سره د دوی ځپلو عملآ د جنګ په ډګر کی وو
که دوی ځواب دا وی چی هغه وخت کی ولس غوښتنه وو یا خپل امیر ملاهیبت الله امر وو
نو بیا سوال داده چی ولس خو اوس هم اوربند غواړی نړیوال یی غواړی نو ولی ملا هیبت الله مو له اوربند څخه انکار کوی آیا دا جهاد ده که قتل چی اوس طالبانو روان کړی
د طالبانو د نماینده ( مجاهد ) نظر چه طالبان د موقتی او انتقالی حکومت طرفدار نه دی او موقت حکومت حرام دی ، د ستاینی وړ نظر دی .
اما پاتی شوه د اسلامی نظام مسئله : د اسلامی نظام څرنګوالی باید د ددواړو طرفونو د اسلامی علومو د متخصصینو تر منځ په مذاکراتو کی و څیړل شی ، ځکه د اسلام د سیاسی نظام او حکومتی سیسټم په مورد کی د اسلامی محقیقینو تر منځ تفاوت نظر شته ، دغه تفاوت نظر چه البته طبیعی دی ، د بحث او خبرو د لاری حل کیژی نه د علمآؤ او قومی مشرانو د وژنی د لاری ، چه په دی ځای کی مجاهد باید خپل نظر بیرته واخلی ، په وژنه او زور خپل نظر تحمیلول په اسلام کی نشته . قرآنی ارشاد دی چه فرمایی : لا اکراه فی الدین .