Homeخبرونهمیلر: افغان ځواکونه اوس د خپلې خاورې دفاع وکولی شي

میلر: افغان ځواکونه اوس د خپلې خاورې دفاع وکولی شي

تاند(پنج شنبه، د سنبلې ۲۷) د ملي دفاع، کورنیو چارو وزیرانو او په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ قومندان د لغمان ولایت د امنیتي ارزونې سربېره د دې ولایت له ملکي او نظامي مسوولانو سره د بېلا بېلو موضوعاتو په اړه ګډه ناسته وکړه.

د لغمان والي رحمت الله یارمل د ملي دفاع، کورنیو چارو وزیرانو او د غوڅ ملاتړ له قومندان څخه د مننې ترڅنګ د دې ولایت د ملکي او امنیتي وضعیت په اړه معلومات شریک کړل.

د ملي دفاع وزیر اسدالله خالد له رسنیو سره په خبرو کې وویل چې لغمان ته یې د سفر موخه د دې ولایت د مرکز او ولسوالیو د امنیتي وضعیت پر ارزونې سربېره د وروستیو امنیتي اقداماتو او د دې ولایت له ملکي او نظامي مسوولینو سره پر لا چمتووالي خبرې وې.

هغه وویل، په قطر کې د سولې روانو خبرو ته تمه لري چې تاوتریخوالی به کم او اوربند ته لاره هواره شي او د افغان حکومت اساسي غوښتنه هم د اوربند کول دي.

د ملي دفاع وزیر ډاډ ورکړ چې د لغمان د مرکز او ولسوالیو په کچه به امنیتي ساحه لا پرخه او د دښمن د هر ډول شومو موخو مخنیوی به وکړي.

په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ قومندان جنرال سکاټ مېلر وویل، چې لغمان ته یې د سفر موخه د ملي دفاع او کورنیو چارو وزیرانو سره یوځای د دې ولایت امنیتي ارزونه وه چې پرمهال یې په بېلا بېلو موضوعاتو خبرې وکړې.

سکاټ مېلر زیاته کړه چې په قطر کې د افغانانو ترمنځ دسولې روانې خبرې له نږدې څاري او تمه ده چې ښه پایله ولري.

نوموړي افغان ځواکونه د سیمې په کچه قوي ځواک یاد کړ چې کولای شي د خپلې خاورې او ولس ښه ساتنه وکړي او نړیواله ټولنه ورسره د ترهګرۍ پروړاندې مبارزه کې همکاره ده.

په ورته مهال د کورنیو چارو وزیر مسعود اندرابي له رسنیو سره په خبرو کې وویل، چې د مهترلام ښار لا ډاډمن امنیت په موخه د پولیسو د حوزو کارونه نهایي شوي او ژر به عملاً کارونه پیل کړي.

نوموړي وویل، د لغمان پولیسو ته یې هدایت کړی چې د ښار د امنیت سربېره د ولسوالیو امنیت او امنیتي کمبربندونو پراخوالي ته هڅې جدي کړي.

د کورنیو چارو وزیر د لغمان پولیسو لا تجهیز او د هر اړخیزې پاملرنې ډاډ ورکړ

دوی داسې مهال لغمان ته سفر کوي چې په قطر کې د سولې خبرې روانې دي خو بل لورته د ولایتونو امنیتي وضعیت ورځ تر بلې په خرابیدو دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...