جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهپاکستان: هند د افغان سولې پروسې د ګډوډولو هڅې کوي

پاکستان: هند د افغان سولې پروسې د ګډوډولو هڅې کوي

تاند، پنجشنبه د سنبلې ۲۷مه: پاکستان وايي هند په پرلپسې توګه د افغان سولې د پروسې پر وړاند خنډونه جوړوي.

د پاکستان د اطلاعاتو وزیر اکبر حسین وايي، هند په پرلپسې توګه هڅه کوي د افغان سولې پروسې پر وړاندې خنډونه رامنځته کړي او په دې توګه غواړي چې دا بهیر له ناکامۍ سره مخامخ کړي.

د اکبر حسین په خبره، ددې خلاف بیا اسلام اباد تل هڅه کړې چې دا پروسه کامیابه او په افغانستان کې سرتاسري سوله راشي تر څو په دغه هېواد کې روانه ۴۰ کلنه جګړه پای ته ورسېږي.

نوموړي هند د همدې پروسې ګډوډولو لپاره د ترهګریزو ډلو پر ملاتړ تورن کړی دی.

هغه زیاته کړې چې هند څو ځلې په پاکستان کې ددې پروسې د ګډوډولو هڅه کړې ده.

د پاکستان د اطلاعاتو وزیر وروسته تر هغه دا څرګندونې کړي چې هند په افغانستان کې د طالبانو بېرته راستنېدو ته اندېښنه ښودلې ده.

د هند د بهرنیو چارو پخواني وزیر ویلي، چې د طالبانو بیرته راستنیدل به د نړۍ لپاره یوه لویه تېروتنه وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب