Homeخبرونهد کابل لپاره د طالبانو د سرې قطعې مرستیال ووژل شول

د کابل لپاره د طالبانو د سرې قطعې مرستیال ووژل شول

تاند، پنجشنبه د سنبلې ۲۷مه: د کورنیو چارو وزارت کابل ولایت لپاره د طالبانو د سرې قطعې د مرستیال د وژل کېدو خبر ورکوي.

د  کورنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، د طالبانو د سرې قطعې مرستیال غیرت الله مشهور په ملاسنګین نن پنجشنبه تر غرمې وروسته د کابل د سروبي ولسوالۍ اړوند شین خوال سیمه کې د ګډو ځواکونو په عملیاتو کې وژل شوی دی.

سرچینه کاږي په یادو عملیاتو کې له ملاسنګین سره یو ځای د یادې ډلې بل قومندان صلاح الدین صادق هم وژل شوی او لس نور طالب جنګیالي ټپیان شوي دي.

خبرپاڼه زیاتوي، دغه کسان داسې مهال د امنیتي ځواکونو تر برید لاندې راغلل چې سروبي ولسوالۍ کې یې پر امنیتي پوستو د برید پلان درلود.

د کورنیو چارو وزارت وايي ملا سنګین په کابل کې په زیاتو بریدونو کې لاس درلود.

طالبانو تر اوسه په دې هکله څه نه دي ویلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...