پنجشنبه, مې 16, 2024
Homeخبرونهامرخېل: د پشه‌خانو د وېش پروګرام په اړه مې د څېړنو امر...

امرخېل: د پشه‌خانو د وېش پروګرام په اړه مې د څېړنو امر کړی

تاند(پنج شنبه، د سنبلې ۲۷) په ولسي چارو کې د ولسمشر غني سلاکار او د ننګرهار والي وايي، د پشه‌خانو د وېش موضوع په تړاو يې د څېړنو امر کړی او ډېر ژر به په دې تړاو وروستي معلومات له ولس سره شريک کړي.

د ننګرهار والي داسې مهال دا څرګندونې کړې چې په ننګرهار ولايت کې د پشه خانو د وېش پروګرام د خلکو له سخت غبرګون سره مخ شو.

خلکو په دې پروګرام کې د شوني فساد او د دې پروګرام د ناوخته پلي کېدو په تړاو خپلې اندېښنې پر ټولنيزو رسنيو شريکې کړې دي.

دې نيوکو د ننګرهار والي ضياالحق امرخېل هم سپيناوي ته اړ کړ او نوموړي ويلي، په دې تړاو يې له اړوندو ادارو پوښتنې کړې او له دوی يې سپيناوی غوښتی.

د ننګرهار د والي وياند عطاالله خوګياڼي پر خپل ټوېټر د والي پيغام خپور کړی چې په يوه برخه کې يې راغلي:

ما د پشه خانو د وېش په داسې یوه پلان شوې برنامه کې ګډون وکړ، چې متاسفانه د ټولو دخیلو ادارو UNDP، AADA او زمونږ د عامې روغتیا د ملاریا د برخې لخوا په خپره شویو ارقامو کې تفاوت شتون لري.

د همدې قضیې د وضاحت په اړه مې د عامې روغتیا رئیس د نشتون له امله له هغه سره ټلیفوني، د AADA او د عامې روغتیا اړوند د ملاریا د برخې مسؤل سره له نږدې خبرې وکړې او په جدي ډول مې ورته د دې موضوع په اړه د سپیناوي وړاندې کولو امر وکړ.

د ننګرهار والي ويلي، که په هره کچه، غفلت موجود وي، سخت قانوني چلند به ورسره وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې په وروستيو کې د رسنيو له لوري په يو شمېر دولتي پروګرامونو او پروژو کې د فساد راپورونه خپاره شوي او خلک تر هر وخت ډېر دې پديدې ته متوجه شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب